هو جين تاو د امريکا له ولسمشر جورج بوش سره وکتل.
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د دولت رئيس هو جين تاو د اګيست په لسمه نېټه په بېجينګ کې د امريکا له ولسمشر جورج بوش سره وکتل.
رئيس هو جين تاو لومړی د بېجينګ د اولمپيک لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې د بوش او دده کورنۍګډون او له سياليو څخه کتنې ته هر کلی وکړ. هغه وويل چې دا له چين څخه د جورج بوش څلورمه کتنه ده . بوش د خپل ماموريت په موده کې د خپل هيواد د نورو ولسمشرانو پر پرتله چين ته زيات سفرونه کړيدي. له دې څخه څرګندېږي چې ولسمشر جورج بوش د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکيو ته په درنه سترګه ګوري.
ولسمشر بوش د رئيس هو جين تاو له هر کلی څخه مننه څرګنده کړه او د بېجينګ د اولمپيک لوبو د پرانيستونکو مراسمو د برياليتوب له امله يې مبارکی وويله.