هو جين تاو د يو شمير هېوادونو له مشرانو سره وکتل.
د چين د دولت رئيس هو جين تاو د اګيست په لسمه نېټه د نوی زيلاند په ګډون د يو شمير هېوادونو له هغو مشرانو سره وکتل چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې د ګډون لپاره بيجينګ ته راغلي دي. هغه باور څرګند کړ چې بېجينګ به د اولمپيک د نړيوالې کورنۍ د ګډو کوښښونو په رڼا کې يوه دوره ځانګړی او لوړه سويه لرونکي لوبې تر سره کړي.
هو جين تاو څرګنده کړه چې په تېرو څو کلونو کې د چين او بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ اړيکيو چټک پرمختګ موندلی دی.
دغو مشرانو په ګډه د بېجينګ د اولمپيک لوبو د پرانيستونکو مراسمو زياته ستاينه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې د بېجينګ د اولمپيک لوبې به په بريالۍ توګه تر سره شي.