د بېجينګ د اولمپيک لوبو په درېيمه ورځ کې د سرو زرو اته مډالونه رامنځته شوي دي.

cri     (GMT+08:00) 2008-08-11 19:15:17

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د اګيست يوولسمه نېټه د بېجينګ د اولمپيک لوبو درېيمه ورځ ده او د ماښام د اوو بجو تر ديرشو دقيقو پورې د لامبو وهلو، نښې ويشتلو، جودو او له برج څخه د ټوپ وهلو په سياليو کې د سرو زرو اته مډالونه رامنځته شوي دي چې د لامبو وهلو په دريو سياليو کې نوی نړيوال ريکارډونه ټينګ شوی دی.

د چين لوبغاړو لين يو او هوه ليانګ او د چين ښځينه لوبغاړې چن يان چينګ په جلاجلا توګه د لس مترو په لوړوالی له برج څخه د ټوپ وهلو د نارينه د دوو کسانو په سياليو کې او د اته پنځوسو کيلوګرامو په کچه د ښځو د وزن پورته کولو په سياليو کې د سرو زرو مډالونه تر لاسه کړل.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040