د بېجينګ د اولمپيک لوبو په درېيمه ورځ کې د سرو زرو لس مډالونه رامنځته شوي دي.
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د اګيست يوولسمه نېټه د بېجينګ د اولمپيک لوبو درېيمه ورځ ده او د ماښام د اتوبجو تر پنځه څلويښتو دقيقو پورې د لامبو وهلو، نښې ويشتلو، د وزن پورته کولو، جودو او له برج څخه د ټوپ وهلو په سياليو کې د سرو زرو لس مډالونه رامنځته شوي دي چې د لامبو وهلو په دريو سياليو کې نوی نړيوال ريکارډونه ټينګ شوی دی.
د چين لوبغاړو لين يو او هوه ليانګ او د چين ښځينه لوبغاړې چن يان چينګ په جلاجلا توګه د لس مترو په لوړوالی له برج څخه د ټوپ وهلو د نارينه د دوو کسانو په سياليو کې او د اته پنځوسو کيلوګرامو په کچه د ښځو د وزن پورته کولو په سياليو کې د سرو زرو مډالونه تر لاسه کړل.
دغه راز د چين لوبغاړی جانګ شيانګ شيانګ د نارينه وو د دوه شپيتو کيلوګرامو وزن د پورته کولو په سياليو کې د سرو زرو يو مډال تر لاسه کړ.