جيانګ لين د اولمپيک لوبو د نارينه لامبو وهلو په سيالۍ کې د سپين زر مډال تر لاسه کړ

cri     (GMT+08:00) 2008-08-11 22:22:14

د اګيست ١٠ نېټه د بېجينګ د اولمپيک لوبو د لامبو وهلو د پايلوبې لومړنی ورځ وه، په همدی ورځ سهار د چين لوبغاړي جيانګ لين د څلورو سوو مترو په واټن د ازاده لامبو وهلو په سيالۍ کې د سپين زر مډال تر لاسه کړ . دا لومړی ځل و چې د چين لوبغاړي په دغو لوبو کې مډال وګاټه .

د بېجينګ ٢١ کلن لوبغاړي جيانګ لين د لامبو وهلو په وروستيو پنځوسو مترو کې د اوستراليامشهور لوبغاړي ګرانت او د امريکايی لوبغاړي جيسن څخه وتلی او د کوريا جمهوريت له لوبغاړي پارک تيوان څخه لږ واټن وروسته پاتی شو، خو هغه د چين د نارينه لامبو وهلو په تاريخ کې لومړی مډال تر لاسه کړ، له دی نه مخکی د چين لوبغاړيو يوازی په اولمپيک لوبو کې څلورم مقام نيولی و.له سياليو وروسته د کتوونکيو د ناری وهلو په وړاندی جيانګ لين وويل (اواز..........)ډېر نيکمرغه يم ، ځکه زما په أند د يو چينائی په توګه د لامبو وهلو په برخه کې د يو مډال تر لاسه کول د ټولو لامبو وهونکيو پايله ده. هيله لرم چې د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د چين لامبو وهوونکيو له خوا تر لاسه شوي پايلې د تېرې دورې اولمپيک لوبو په پرتله زياتې وي.

په أسيا کې د نارينه وو لامبو وهلو لوبډلې اوس په نړۍ کې د پاملرنې وړ دی . د جاپان او د کوريا جمهوريت لو بغاړيو په اولمپيک لوبو کې د سرو زرو مډالونه تر لاسه کړل چې له امله يې د لامبو وهلو پر چينی لوبډلې باندی فشارونه اچولي دي. په تېر او روان کلونو کې جيانګ لين د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د ښو پايلو تر لاسه کولو لپاره اوستراليا ته ولاړ او د دغه هېواد د مشهور لوبغاړي ګرانت هاکيت روزونکی لورد دنيس تر لارښوونې لاندی يې روزنه وکړه . ده په وروستي نيمايی کې چټک پرمختک کړی او د څو ځلو لپاره يی أسيايی او کورنی ريکارډونه مات کړل چې د چين لوبډلې ورڅخه هيله پيدا کړې ده.جيانګ لين چې د دوهم ځل لپاره په اولمپيک لوبو کې ګډون درلود، وويل د ده برياليتوب د استراليا او د چين روزونکيو له ښې همکارۍ سره اړيکی لري . هغه زياته کړه (اواز...........) دينيس يو ښه روزونکی دی او ډېره خوشحاله يم چې د ده لارښوونه مې ومنله . زما له روزونکی، ښاغلی دينيس او ما څخه يو کوچنی ډله جوړه شوې ده.نو زما په أند دغه مډال ډېر زيات اهميت لري، د ځاني ځواک په أتکا سره مې دغه مډال نه شوای تر لاسه کړای.

زياتو خبريالانو د جيانګ لين لپاره أفسوس څرګند کړ. د دوی په أند جيانګ لين کولی شی چې لا ښه پايله وګټي .خو جيانګ لين پر دی هکله وويل(اواز............) زما په أند هر لوبغاړی هيله لري چې په اولمپيک لوبو کې د سرو زرو مډال تر لاسه کړي، نو مونږ بايد د سرو زرو مډال تر لاسه کولو لپاره زيات کوششونه وکړو، په دغو لوبو کې مې په خپلې وسې پوری کوشش کړی دی.

جيانګ لين په ژوند کې يو داسی هلک دی چې د کارتون له کتلو او کمپيوټري لوبو سره ډېره مينه لري ،خو د لامبو وهلو په لوبو کې ډېر غښتلی و.که څه هم جيانګ لين له پارک تيوان څخه بايلوده، خو زياتو بهرنيو خبريالانو د ده نندارو ستاينه وکړه. د سلواک تلويزيون يو خبريال وويل (اواز..............) د څلورو سوو مترو په واټن کې د نارينه وو ازاده لامبو وهلو لوبې ډېرې ښې دي . د کوريا جمهوريت لوبغاړي ننداره له اټکل څخه وتلې وه، خو د چين لوبغاړي جيانګ لين ننداره هم له اټکل څخه وتلې ده. جيانګ لين به د ١٥٠٠ مترو په واټن کې د ريلی ازاده لامبو وهلو په سيالۍ کې ګډون وکړي ، مونږ هيله لرو چې دی به په دغې سيالۍ کې ښې پايلې تر لاسه کړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040