د چين د نړيوالې راډيو اورېدونکي د بېجينګ د اولمپيک لوبو زياته ستاينه کوي.

cri     (GMT+08:00) 2008-08-12 15:46:38

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بېجينګ د اولمپيک لوبو له پيل وروسته زموږ د راډيو زياتو اورېدونکيو په جلا جلا توګه موږ ته تليفون راکړی چې په ترڅ کې يې د پرانيستونکو مراسمو د په زړه پورې نندارې زياته ستاينه وکړه او د اولمپيک لوبو د بريالۍ کېدو هيله يې څرګنده کړه.

د پاکستان د پېښور سيمې اورېدونکي ښاغلي داود جبار خيل وويل د بېجينګ د اولمپيک لوبو له لارې سوله ايزه، خوشحاله او ارامه فضا خپره کېږي، د بېجينګ اولمپيک لوبو پرانيستونکي مراسم يو ستر جشن دی او هغه له دې امله ډېر خوشحاله دی.

د افغانستان د نړيوال مطبوعاتي مرکز مرستيال ضيا بوميا وويل چې چين د ټولې اسيا په استازيتوب د اولمپيک لوبې تر سره کوي او ټولې تياريانې ډېرې بشپړې دي. د اولمپيک دغه لوبې به د سولې او خبرو اترو يو ډګر وګرځي. ټول افغانان هيله لري چې د بېجينګ اولمپيک لوبې په بريالۍ توګه تر سره شي.

په بېجينګ کې افغان سوداګر ښاغلي دوست محمد مومند په تليفون کې وويل چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو تياريانې ډېرې ښې دي او بېجينګ ډېر پاک او ښکلی دی.

په بېجينګ کې افغان زده کوونکي حسين پور وويل چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو پرانيستونکي مراسم ډېر په زړه پورې دي چې د چين لرغونی تاريخ او غوره کلتور ترې څرګند شوی دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040