د بېجينګ اولمپيک لوبې څلورمې ورځې ته ننوتلې دي چې نولس طلايي مډالونه به رامنځته شي.
cri (GMT+08:00) 2008-08-12 15:47:27
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بېجينګ اولمپيک لوبې څلورمې ورځې ته ننوتلې دي چې نولس طلايي مډالونه به ګټونکو لوبغاړيو ته ورکړل شي.
د اګست په دوولسمه نېټه به د چين سپورتي پلاوی د جمناستيک، د وزن پورته کولو، د غشي ويشتلو او له برج څخه د توپ وهلو په شمول څو پروګرامونو کې د مډالونو تر لاسه کولو لپاره کوښښ وکړي.