بهرني خبري رسني د بېجينګ اولمپيک لوبو ته زياته پاملرنه کوي.

cri     (GMT+08:00) 2008-08-12 15:48:33

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اګست په اتمه نېټه د اولمپيک د نهه ويشتمې دورې لوبې په بېجينګ کې پيل شوې. په دې وروستيو څو ورځو کې بهرنيو خبري رسنيو په دې اړه زيات خبرونه او راپورونه خپاره کړي دي.

د سينګاپور د ليان هه ځاو باو ورځپاڼې د اګست په يوولسمه نېټه د څو ليکنو په خپرولو سره د بېجينګ د اولمپيک لوبو او په چين کې له تېرو ديرشو کلونو راهيسي د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلی کېدو له امله د تر لاسه شويو برياليتوبونو ډېره ستاينه وکړه.

په تايوان ټاپو کې د چين د کلتور پوهنتون پروفيسر په خپله ليکنه کې وويل چې په بېجينګ کې د اولمپيک لوبو تر سره کېدل په دننه او بهر کې د ټولو چينايانو لپاره د ياد او وياړ وړ يوه ځانګړې پېښه ده. دا د چين د توان څرګندوی دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040