د هوندولس د سپورتي پلاوي له مشر سره مرکه

cri     (GMT+08:00) 2008-08-12 16:03:20

ګرانو اورېدونکيو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. هوندولس چې په منځنۍ امريکا کې پروت دی، د وګړيو يې اووه مليون تنو ته رسېږي او تر اوسه پورې يې د اولمپيک لوبو هېڅ مډال نه دی تر لاسه کړی. خو د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د دغه هېواد سپورتي پلاوي د غړيو شمېر د تېرو څو دورو په پرتله ډېر زيات دی. څو ورځې مخکې، زموږ د راډيو خبريال د دغه سپورتي پلاوي له مشر ښاغلي ماريو ميګويل ارګنال مونتالون سره يوه ځانګړې مرکه کړې. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو اورېدونکيو ته په دې اړه معلومات وړاندې کړو.

د هوندولس له دوه څلويښت کسيزه سپورتي پلاوي څخه څليرويشت تنه يې لوبغاړي دي چې د فوټبال، اتلاتيک، لامبو وهلو، بيړيو او تکواندو په شمول به څو پروګرامونو کې سيالي وکړي. ښاغلي ارګنال څرګنده کړه که څه هم په اولمپيک لوبو کې د مډالونو تر لاسه کول به يو ډېر ستونزمن کار وی، خو له دې سره سره موږ به دغې موخې ته د رسېدو لپاره په سلو کې سل کوښښونه وکړو. نوموړي دغه خبره تکرار کړه چې د اولمپيک لوبو د تر سره کېدو موخه د مډالونو تر لاسه کول نه، بلکې د غوره سپورتي روحيې خپراوی دي. دی وايي:

( لومړی اواز)

هوندولس له ١٩٨٤ کال راهيسي د اولمپيک لوبو په هره دوره کې ګډون کړی دی. که څه هم زموږ لوبغاړي دومره زيات نه و، خو موږ هر ځلی په اولمپيک لوبو کې ګډون کړی يو. هوندولس يو پرمختيايي هېواد دی، خو موږ د منځنۍ امريکا او حتې د اولمپيک په لوبو کې ښې نتيجې تر لاسه کړې دي. د هغو لوبغاړيو لپاره چې په تېرو څلورو کلونو کې هره ورځ تمرينونه تر سره کړي، د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې ګډون يو ستر برياليتوب دی. موږ د مډالونو تر لاسه کولو توان نه لرو، خو بايد د خپلې سويې د لوړولو لپاره کوښښونه وکړو او خپل ريکاډ جوړ کړو. زموږ موخه دا ده چې په احترامانه توګه د اولمپيک په لوبو کې ګډون وکړو.

ښاغلي اګنال د اولمپيک لوبو د فوټبال په نارينه سيالۍ کې د هوندولس ډلې د ګډون په اړه پوره باور څرګند کړ او و يې ويل:

( دوهم اواز)

د فوټبال په برخه کې اوس د ټولې نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ توپيرونه رځ په ورځ کمېږي. موږ د فوټبال يوه ځوانه ډله لرو چې دوه تنه لوبغاړي يې په چين کې د فوټبال په ائتلافي سيالۍ کې ګډون کوي. زموږ ډله به لومړی د ايتاليا له ډلې سره سيالي وکړي چې هرومرو به هغوي ته ماتي ورکړي.

ښاغلي اګنال د بېجينګ اولمپيک لوبو د شعار ډېر خوښېږي. د ده په أند، هر هېواد چې لوی يا کوچنی وي او سپورتي سويه يې پياوړې يا کمزوری وي د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې خپله هيله تر سره کولای شي. ده زموږ د راډيو خبريال ته وويل

( درېيم اواز)

ستاسې شعار يوه نړۍ او يوه هيله ده. موږ هم د خپلې هيلې تر سره کولو حق لرو. زموږ د فوټبال ډله به په وروستې سيالۍ کې ګډون وکړي.

د هوندولس او چين ترمنځ واټن ډېر لېری دی، خو په دغه هېواد کې د اوسېدونکيو چينايانو شمېر ډېر زيات دی. د خبر له مخې، د دغه هېواد په پلازمېنه تېګسيګالپا کې څه دپاسه دوه سوه چيني رستورانټونه ليدل کېږي. ښاغلي اګنال وويل چې د بېجينګ په اولمپيک کې ګډون، د بېجينګ د اولمپيک په کلي کې د خپل ملي بيرغ اوچتول نه يوازې د زموږ د هېوادوالو، بلکې زموږ په هېواد کې د اوسېدونکو چينايانو لپاره يو وياړ ګڼل کېږي. نوموړي هيله څرګنده کړه چې سپورتي تګ راتګ د هوندولس او چين ترمنځ د اړيکيو پرمختګ لپاره مهم رول ولوبوي.

ده دغه خبره تکرار کړه چې د بېجينګ اولمپيک لوبې به هرومرو بريالي شي، ځکه چې د چين هراړخيزې تياريانې بشپړې شوې دي. دی په دې اړه داسي وايي:

( څلورم اواز)

د اولمپيک کلی ډېر ښکلی دی. زه زياتو ځايونو تللي يم، خو دلته په رښتينۍ توګه په زړه پوری دی. په تېره بيا چيني کارکوونکي چې موږ ور سره مخامخ کېږي، ډېر مهربان دي. که څه هم موږ په چيني ژبې نه پوهېږو، خو دلته يو له بل سره متقابل پوهاوی ليدل کېږي. زه په دې اړه ډېر خوښ يم چې د چين وګړي او حکومت زموږ په اړه ډېر زيات تاوده احساسات لري.

ګرانو او محترمو اورېدونکيو، السلام عليکم! د پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له اورېدنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وې، روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040