د بېجينګ د اولمپيک لوبو په څلورمه ورځ د سرو زرو اوه لس مډالونه رامنځته شوي دي.
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د اګيست دوولسمه نېټه د بېجينګ د اولمپيک لوبو څلورمه ورځ ده په دې ورځ به د سرو زرو نولس مډالونه رامنځته شي. تر ماښام پورې د سرو زرو اوه لس مډالونه رامنځته شوي دي.
د چين د نارينه وو د جمناستيک لوبډلې د همدې ورځې په سهار په ډله ايزو سياليو کې د سرو زرو مډال تر لاسه کړ.
د امريکا لوبغاړی فيلپس ميچايل د دوه سوه مترو په واټن د نارينه وو د ازادو لامبو وهلو په سياليو کې د سرو زرو يو مډال تر لاسه کړ. دا په دغو لوبو کې د ده درېيم طلائی مډال دی.
د چين لوبغاړو وانګ شين او چن ژو لين د لسو مترو په لوړوالی له برج څخه د ټوپ وهلو په دوه کسيزه ښځينه سيالي کې د سرو زرو يو مډال تر لاسه کړ.
دغه راز د چين لوبغاړو جونګ مان او لياو هوی په جلا جلا توګه د تورې وهلو لوبو او د نهه شپيته کيلوګرامو په کچه د وزن پورته کولو په سياليو کې د سرو زرو مډالونه تر لاسه کړل.