په چين کې يوازنی اسلامی اورګاډی

cri     (GMT+08:00) 2008-08-13 11:10:20

ګرانو مسافرينو،ستاسو هر کلی کوو چې تاسې زمونږ د اسلامی اورګاډي په وسيلې له اين چوان ښار څخه بيجينګ ته ځي.

مسافرينو د خپرونې په اوريدلو سره داسی حالت وليد چې د اورګاډي کارکوونکيو پر ميز باندی هغه ټوکر ځوړندو چې جومات پکې انځور شوی دی.له دی څخه څرګنديږي چې دغه اورګاډی له نورو اورګاډيو سره توپير لري.

زمونږ خبريال د شپې د ډوډۍ خوړلو په ترڅ کې اتمه شمېرې کوټې ته ننوت چې د لارو په اوږدو کې د هوي قوم ځينی ځانګړی خولۍ، د نينګ شيا په ښار کې د نان ګوان جومات په يو عکس او د چای څښلو ځينی اسلامی وسيلې يښودل شوي وي. کارکوونکيو زمونږ خبريال ته وويل چې دلته زياتره مسافرين د هوي قوم وګړي دي.د اورګاډي مشر جيانګ ګوانګ اي وويل له بېجينګ څخه تر نينګ شيا پوری دغه اورګاډی په چين کې يوازنی هغه اورګاډی دی چې اسلامی رستورانت پکی موجودی دی.د ١٩٩٠ کال په اپريل کې د اسلامی رستورانت له جوړولو راهيسی هر کال دغه اورګاډی له بېجينګ څخه مکې ته د زايرانو د څلورو ځلو تګ راتګ لپاره خدمتونه کوي.

د نينګ شيا د هوي قوم د خپلواکې سيمې د اين چوان د مسافرينو ليږدولو ادارې د مسافرينو چارو څانګې مشر وويل د دوی څانګه په ځانګړی توګه د اسلامی خوړو د سرچينو، روغتيايی حالت او د پسو او غويانو د حلالولو بهير د پلټنې دنده پر غاړه لري. په داخلی مغولستان او نينګ شيا کې چې نوموړی اورګادی ور څخه تېريږي، د

مسلمانانو شمېر ډېر زيات دی .دوی ټول د خوړو په اړه جدی غوښتنه لري.اړوندی څانګې د دوی مذهبی عادتونو ته د درناوی لپاره د خوړو او خدمتونو په برخه کې جدی معيارونه پلی کوي.

يو سپين ږيری وويل چې دلته ټول خواړه اسلامي خوراکونه دي. هغه زياته کړه چې پخوا ويرېدل چې د اورګاډی په ستورانت کې ډوډی وخوري، ځکه چې هغه انديښنه درلوده چې أيا خوراکونه اسلامی دي که نه .د دغه اورګاډي مشر جيانګ ګوانګ اي وويل زمونږ په اورګاډي کې د هوي قوم او هغو لږه کيو مسافرينو شمېر زيات دی چې اسلامی مذهبی عادات مراعاتوي.نو دوی د اړوندو کارکوونکيو د راغوښتلو په برخه کې تر خپلی وسې پوری د هوي قوم وګړي او مسلمانان غوره کړي دي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040