د اولمپيک نښه

cri     (GMT+08:00) 2008-08-13 15:02:16


د اولمپيک نښه

د بيجينګ په وخت د روانې مياشتې په اتمه نېټه شپه د دغې ترانې په غږولو سره د دورې د اولمپيک سپورتي لوبې پيل شوې.

په همدې شپه ټول بيجينګ ښار له خوښيو او خوشحاليو څخه ډک و او د هيواد ټولو وګړيو هم د دغه لوي سپورتي جشن لمانځه وکړه

يوولس زره تنه لوبغاړي د پنځه کړيو لرونکی بيرغ لاندی د بيجينګ اولمپيک لوبو په پرانستونکيو مراسمو کې يو وار بيا راغونډ شول . د چين د دولت رييس هوا جين تاو د برانستونکيو مراسمو کې په جدي توګه نړيوالو ته اعلان وکړ ٤

د اولمپيک د نړيوالې کميټې رييس روګ په پرانستونکيو مراسمو کې د خپلې وينا په ترڅ کې د اولمپيک لوبو لپاره د چين لخوا ترسره شوي خدمتونه لوړ وستايل او د زړه له کومې يې مننه وکړه

د پرانستونکيو مراسمو کې هنری ننداره چې نوم يې ښکلی اولمپيک دی ، په دوو برخو ويشل شوې ، لومړی برخه يې ځلاند تمدن او دوهمه برخه يې سمسور زمان دی . په دغه لويه او عظيمه ننداره کې چې يو ساعت يې دوام درلود ، د چيني ملت لرغونی تاريخ ، ځلاند کلتور ، په اوسنۍ زمانه کې د اصلاح او ورخلاصون په رڼا کې د چين لخوا ترلاسه شوي برياليتوبونه او د چينايانو روحي بڼه ترسيم شوېده . له دغې ښکلۍ ، عظيمې او عجيبې نندارې څخه هم د لرغوني ختيځ مرموز مفهوم او هم په اوسنی زمانه کې د چين ژوندی بڼه ښکاره شوې او ددې تر څنګ د چينايانو هغه نيکه هيله هم ځنی څرګنده شوېده چې غواړي د بېلا بېلو هېوادونو له خلکو سره يو ځای يوه همغږی نړۍ جوړه کړي . په پرانستونکيو مراسمو کې پر ګڼ شمير لوبغاړيو برسيره د څه باندی اتيا هيوادونو مشرانو هم ګډون کړی چې شمير يې د تيرو دورو له اولمپيک لوبو څخه زيات و ، مثلا د امريکا ولسمشر جورج بوش ، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ، د جاپان صدراعظم يا سو فوکودا ، د اسراييلو ولسمشر پيريس ، د قزاقستان ولسمشر نظربايف ، د استراليا صدراعظم ميچيل رود او داسی نور.

د پرانستونکيو مراسمو بهير درې نيم ساعته دوام درلود . شک نشته چې ډير هيجان بښوونکي مهال د اولمپيک لوبو عمده مشال بلول دي . د يو سل او درې دېرشو ورځو په اوږدو کې د څو لکو کيلومترو په واټن د پر له پسې ليږدونې له لارې د اولمپيک مشال بالاخره هدف ته وليږل شوه چې په دې توګه په ټول ستيوډيوم کې نوي زره تنه نندارچيان له خوشحالۍ څخه په جامو کې نه ځاييدل .

موږ وياړ او هيلې ته سترګې په لار يو ، د اولمپيک له لرغوني سپورتي مرکز څخه اخيستل شوې ډيوه د روانې مياشتې د اګيست په اتمه نېټه شپه د مرغانو ځالې په نامه د بيجينګ دولتي ستيوډيوم په غټ مشال بل شوه .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040