د بېجينګ اولمپيک لوبو په پنځمه ورځ کې شپږ طلايي ميډالونه ورکړل شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2008-08-13 16:40:38

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اګست ديارلسمه نېټه د بېجينګ اولمپيک لوبو پنځمه ورځ ده. په دغه ورځ کې به اوولس طلايي ميډالونه ورکړل شي چې شپږ طلايي ميډالونه يې ټکړه لوبغاړو ته ورکړل شوي دي.

د چين د جمناستيک ښځينه لوبډلې د اګست په دياړلسمه نېټه غرمه د چين د جمناستيک په تاريخ کې د دغې ډلې د اولمپيک په ډله ايزه سيالۍ کې لومړی طلايي ميډال تر لاسه کړی دی.

د امريکا د لامبو وهلو مشهور لوبغاړي فلپس ميشل د پتنګ د لامبو وهلو د دوه سوه ميترو اوږدوالي د نارينه سيالی کې بريالی شو او نوی نړيوال ريکارډ يې جوړ کړ.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040