د اولمپيک لوبو په ترڅ کې د بېجينګ ترانسپورتي حالت ډېر ښه او منظم دی.

cri     (GMT+08:00) 2008-08-13 17:06:06

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بېجينګ د ترانسپورتي کمېټې مطبوعاتي وياند ښاغلي جو جنګ يو د اګست په ديارلسمه نېټه څرګنده کړه چې د اولمپيک لوبو له پيل راهيسي د بېجينګ ترانسپورتي حالت ډېر ښه او منظم دی.

نوموړي وويل چې په تېر جولای کې په بېجينګ کې د موټرونو د محدودولو چارو له پلی کېدو وروسته د هغو وګړيو شمېر په سلو کې له پنځه دېرشو څخه پنځه څلويښتو ته زيات شوی چې د عمومي بسونو په وسيله تګ راتګ کوي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040