د اولمپيک نړيوالې ټولنې د بېجينګ اولمپيک لوبو د روان حالت په اړه خوشحالی څرګنده کړه
cri (GMT+08:00) 2008-08-13 17:22:12
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اولمپيک د نړيوالې ټولنې اجرائيوی مشر ګيلبيرت فيلی د اګست په ديارلسمه نېټه وويل د بېجينګ د اولمپيک لوبو په لومړيو پنځو ورځو کې د سياليو له ارزولو وروسته، دغې ټولنې د سياليو د ښه خدمتونو په برخو کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د روان حالت په اړه خوشحالی څرګنده کړه.
نوموړي وويل د بېجينګ اولمپيک لوبې يو بريالي پرانيستونکي مراسم لرل او د سياليو تنظيمونکي کارونه يې هم ډېر غښتلی دي.