د چين مخابراتي شرکت

cri     (GMT+08:00) 2008-08-13 17:28:29

د چين مخابراتي شرکت د دوه زرم کال د اپريل په شلمه نېټه جوړ شو او د دغه شرکت ثبت شوې پانګې يو پنځوس مليارد او اته سوه مليون يوانو ته ورسېدلې. د دوه زره او اووم کال د سپتمبر تر دېرشمې نېټې پوری د دغه شرکت پانګې له اووه سوه ملياردو يوانو څخه اوښتی دي.

د چين مخابراتي شرکت د مخابراتو هغه ګرځنده شبکه جوړه کړه چې په ډېرو ځايونو کې کارول کېږي، ښه کيفيت لري او د خدمتونو کچه يې ډېره لوړه ده. د دوه زره اووم کال تر سپتمبر پوری دغه شبکه په پوره توګه د هېواد په بېلا بېلو ځايونو او سيمو کې کارول شوې ده او د دغې شبکې د کارونکيو شمېر درې سوه او پنځوس مليون تنو ته رسېدلی دی. دغه شرکت د دوه سوه او اته ويشت هېوادونه او سيمې له درې سوه او شپږويشتو شرکتونو سره د GSM نړيوالې مخابراتي چارې پرانيستې دي.

دغه شرکت د اوو کلونو په موده کې په پرله پسې توګه د فوچون جملې له خوا د نړۍ په لومړيو پنځو سوه پياوړو تصديو کې شامل شوی دی او اوس يو سلو اتيايم ځای لري. د چين د مخابراتي شرکت په مشرۍ د چين محدود شوی مخابراتي شرکت تېر کال د فاينشل ورځپاڼې له خوا د نړۍ د لومړيو پنځو سوه پياوړو تصديو د شپاړسم مقام په توګه وټاکل شو. دغه شرکت د سوداګرۍ اوونيزې مجلې د لومړيو سلو نړيوالو IT شرکتونو لسم ځای هم نيولی او يو ځل بيا يې د فوبوس په لومړيو پنځوس أسيايي شرکتونو کې شامل شو.

أسيايي اقتصادی مجلې هم دغه شرکت ته د ښه شرکت، ادارې او پانګه اچونې په ګډون بېلا بېلې جايزې ورکړې.

تېر کال د چين مخابراتي شرکت په رسمي توګه د م م په نړيوال تړون کې ګډون وکړ. بر سېره پردی د ټولنيز مسئوليت په برخه کې د دغه شرکت خدمتونه هم په پراخه توګه منل شوي او د دوه زره او اووم کال د چين د ټولنيز مسئوليت جايزه يې هم تر لاسه کړې ده.

تېر کال دغه شرکت د پاکستان پنځم لوی مخابراتي شرکت يعنی د پکتېل شرکت واخيست او په امريکا او بريتانيا کې يې د خپلو څانګو دفترونه هم پرانيستل

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040