ليو ځه ګه د چين لپاره د اولمپيک لوبو د لامبو وهلو په برخه کې لومړی طلايی مډال تر لاسه کړ او نوی نړيوال ريکارډ يې جوړ کړ
cri (GMT+08:00) 2008-08-14 12:04:16
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين لوبغاړې ليو ځه ګه د اګست د څوارلسمې نېټې په سهار د دوه سوه متره د پتنګ لامبو وهلو په ښځينه سيالی کې د چين لپاره د لامبو وهلو په برخه کې لومړی طلايی مډال تر لاسه کړ او نوی نړيوال ريکارډ يې جوړ کړ.
د چين بلې لوبغاړې جياو ليو يانګ او د استراليا لوبغاړې سکيپر په جلا جلا توګه نقره يی او برونزی مډال تر لاسه کړ.