د بېجينګ د اولمپيک لوبو په شپږمه ورځ کې به اوولس طلايی مډالونه رامنځته شي
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اګست څوارلسمه نېټه د بېجينګ د اولمپيک لوبو په شپږمې ورځې سره برابره ده او په دغه ورځ کې به اوولس طلايی مډال رامنځته شي. د روانې مياشتې په ديارلسمه نېټه اوولس طلايی مډال رامنځته شوي دي او چينی لوبډلې څلور طلايی مډالونه تر لاسه کړی چې په اوولس طلايی ، پنځه نقره يی او پنځه برونزی مډالونو يې په لنډمهالی توګه د مډالونو په لست کې لومړی ځای نيسی. امريکا او د کوريا جمهوريت په جلا جلا توګه دوهم او درېيم ځای نيولی دی.
د اګست په څوارلسمه نېټه به طلايی مډالونه د اس سپرلۍ، نښې ويشتلو او جودو په شمول پروګرامونو کې رامنځته شي. چينی لوبډله به د جمناستيک، نښې ويشتلو او جودو پروګرامونو کې د مډال تر لاسه کولو لپاره زيار وباسي.