نوی بېجينګ د زوړو ملګرو په سترګو کې

cri     (GMT+08:00) 2008-08-14 15:12:58

د بېلا بېلو هېوادونو لوبغاړي اوس په بېجينګ کې سيالی کوي. په دغو لوبغاړيو کې ډېر کسان د لومړی ځل لپاره بېجينګ ته راغلي دي. دغه ښار دوی ته تازه احساست ورسوي. له دوی پرته سپورتي برخې يو شمېر خبريالان او چارواکي بېجينګ ته راغلي چې د دغه ښار د تاريخ او کلتور په اړه څه معلومات تر لاسه کړي دي.

جاپاني خبريال ښاغلی اوکازوي يوشينوبو چې په نولس سوه او اته نويم کال کې بېجينګ ته راغلي و، وويل په جاپان کې يې د خبري رسنيو له لارې معلومات تر لاسه چې په بېجينګ کې ډېر بدلونونه رامنځته شوي دي. دی د اولمپيک لوبو له لارې يو ځل بيا بېجينګ ته بيا راغلي او د دغه ښار بدلونونه د ده له خيال څخه وتلي دي. ښاغلی اوکازوي يوشينوبو وايي

بېجينګ ته زما مخکنۍ سفر د نهمې لسيزې په پای کې و. په دغه ښار کې هغه وخت ډېر بايسکلونه ليدل کيږدل، خو اوس په دغه ښار کې د موټرونو شمېر د بايسکلونو په پرتله ډېر زيات دی. له دې څخه د چين اقتصادي پرمختګ څرګندېږي.

د نوی پېړۍ له پيل راهيسی په بېجينګ کې د موټرونو شمېر زيات شوی دی خو ورسره د ترافيک او د ګازو ايستلو په شمول يو ګډون مسئلې هم رامنځته شوي دي. بېجينګ ښار د اولمپيک لوبو د فرصت له لارې د ترافيکي پرمختګ لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي چې د ميترو د څو نويوکرښو پرانيستل د دغه ښار د

د ترافيکي ښه والي لپاره ګټور دی.

په دوه زره او لومړی کال کې د اولمپيک لوبو د غړيتوب له تر لاسه کولو وروسته په بېجينګ کې د دولتي تياتر، مرغانو ځالې او اوبو مکعب په ګډون ډېر ښکلی او په زړه پورې ودانۍ جوړې شوي دي. ښاغلي اوکازوي يوشينوبو وويل په بېجينک کې پخوام ودانۍ وې، خو دغه ښار په وروستيو لسو کلونو کې ډېر ښه نړيوال نظرونه راجلب کړي دي. ښاغلی اوکازوي يوشينوبو وايي

په تېره بيا د اولمپيک لوبو عمده سټيديوم يعنی د مرغانو ځاله ډېره ښه طرحه شوې ده. دغه سټيديوم به د دغو لوبو پر يوې نښې بدل شي.

د اولمپيک لوبو د سينګاپور پلاوی مشر ښاغلی تان ينګ ليانګ هم د مرغانو ځالې ډېر خوښوي. ښاغلي تان په نولس سوه او نويم کال کې د خپل پلاوی په مشری په بېجينګ کې د يوولسمې دوری په أسيايي سپورټي لوبو کې ګډون کړی وو. د ده په أند په هغه وخت کې عمده سټيديوم يعنی د کارګرانو سټيديوم په أسيا کې يو ډېر ښه سټيديوم و. خو دغه ځل د اولمپيک لوبو عمده سټيديوم او د مرغانو ځاله نړيوالې کچې ته رسېږي.

د سپورټي سټديومونو او ډګرونو أبادی يوازی د بېجينګ د هڅو يوه برخه ده.د بېلا بېلو هېوادونو د پلاويو لپاره د اولمپيک کلی په بېجينګ کې د دوی لومړی تم ځای دی او دوی لومړی د اولمپيک له داوطالبانو سره مخامخ ګيږی. په دی هکله ښاغلی تان ينګ ليانګ وايي

د اولمپيک کلۍ ډېر ښه دی. پارتمانونه يې پاک او ارام دي. د اولمپيک په کلی کې ډېر داوطالبان له لوبغاړيو سره مرسته کوي.

د کارونو له امله ښاغلی تان هر کال بېجيګ ته راځي. که څه هم هغه هر ځل په دغه ښار کې يوازی لنده موده پاتی شوئ، خو هر وخت يې په دغه ښار کې يو شمېر نوی بدلونونه تر سترګو شوی دي. ده وويل په بېجينګ کې ډېر ځايونه د تېرې پېړۍ د نهمې لسيزې د پيل په پرتله ډېر بدل شوي دي. له دغو بدلونونو څخه څرګندېږي چې بېجينګ په رښتينی توګه چټک پرمختګ کړی دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040