د بېجينګ د اولمپيک لوبو د شپږمې نېټې له غرمې وروسته تر دريو بجو د سرو زرو شپږ مډالونه ور کړل شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2008-08-14 15:43:32

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اګست څوارلسمه نېټه د بېجينګ د اولمپيک لوبو له شپږمې ورځې سره برابره ده او په دغه ورځ به د سرو زرو اوولس مډالونه ور کول شي. د دغې ورځې له غرمې وروسته تر دريو بجو شپږ طلايی مډالونه ور کړل شوي دي.

د دوه سوه متره د پتنګ لامبو په ښځينه سيالی کې د چين لوبغاړې ليو ځه ګه د سرو زرو مډال تر لاسه کړ او نوی نړيوال ريکارډ يې جوړ کړ.

د پنځوس مترو په واتن د کوچنی قطر تفنګ په واسطه د نښې ويشتلو په ښځينه سيالی کې چينی لوبغاړې دو لي د سرو زرو مډال تر لاسه کړ.

د جمناستيک د بشپړو لوبو په نارينه سيالی کې چينی لوبغاړي يانګ وې په خپلو کوششونو سره دغه ډېر ارزښتناک طلايی مډال وګاټه.

د دوه سوه متره د چنګښ لامبو په نارينه سيالی کې جاپانی لوبغاړي کوسوکه کاتاجما لومړی ځای ونيو او د اولمپيک لوبو ريکارډ يې مات کړ.

د سل مترو ازادي لامبو په نارينه سيالي کې د فرانسې لوبغاړي بيرنارد الاين لومړی ځای نيولی.

د اته سوه مترو په واتن د ازادي لامبو د ريلی لوبې په ښځينه سيالی کې د استراليا لوبډلې د سرو زرو مډال تر لاسه کړ او چينی لوبډلې د سپينو زرو مډال وګاټه.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040