د اوکراين د صدراعظم مرستيال هيله لری چې له چينی کارپوهانو سره همکاری وکړي

cri     (GMT+08:00) 2008-08-14 19:03:49

د بېجينګ د اولمپيک لوبو په اړه د بهرنيانو نظريې پروګرام ته مو زه هيله هر کلی کوم. اوس په بېجينګ کې د نهه ويشتمې دورې اولمپيک لوبې روانې دي. دغه لوبې د بېلا بېلو هېوادونو لپاره د تبادلې او زده کړې يو ښه فرصت دی. په تېره بيا د اوکراين لپاره چې په ٢٠١٢ کال کې به د اروپايی کپ فوټبال سيالی پکی تر سره شي. څو ورځې مخکې د اوکراين د صدراعظم مرستيال ايوان واکسيونک زموږ د راډيو له خبريالانو سره يوه مرکه وکړه. هغه لومړی د چيني خوارکونو ستاينه وکړه. ده وويل (اواز١)

زه له چينی خواراکونو سره ډېره مينه لرم. زه کله کله په اوکراين کې هم چينی خوراکونه خورم . چينی خوراکونه زما له ذايقې سره ډېر سمون خوری.

ښاغلي واکسيونک بېجينګ ته له راتلو مخکې په بريالۍ توګه د اولمپيک لوبو د تر سره کولو لپاره د چين له کوششونو سره څه نا څه بلد و. خو وروسته تر هغه چې بېجينګ ته راورسېد او په پخپلو سترګو يې د بېجينګ تياريانې وکتلې، ډېر تر اغېزې لاندی راغلی. هغه وويل (اواز٢)

زه د اولمپيک لوبو لپاره د چين کوششونه ډېر احساسوم. د بېجينګ د ټولو واټونو پر غاړو ګلان ليدل کېږی او د بېجينګ د لوبغاليو په شمول تاسيسات ډېر غښتلی او عصری دي. کله مې چې له الوتکې څخه بېجينګ وکاته، منظره يې ډېره

ښکلی او د حيرانتيا وړ وه. له دې څخه څرګندېږی چې چين د اولمپيک لوبو لپاره د زړه له کومې هڅې کړې دي.

نوموړي وويل هغه پوره باور لری چې د بېجينګ اولمپيک لوبې به په تاريخ کې غښتلی لوبې وګرځي. د دغو لوبو برياليتوب د چين لپاره ستر اهميت لري او د اوکراين لپاره هم د زده کړې وړ دی.

د اوکراين دوه سوه او پنځوس لوبغاړی به د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د ټولو اته ويشتو پروګرامونو په سياليو کې ګډون وکړي چې دا د دغه هېواد په سپورتي تاريخ کې لومړی ځل دی. د اوکراين لوبغاړی د غېږ نيولو، جودو، جمناستيک، اتلاتيک، بوکس او نښې ويشلو په شمول پروګرامونو کې د مډال تر لاسه کولو توان لری. ښاغلي واکسيونک د خپل هېواد لوبغاړيو ته ډېر هيله مند دی او و يې ويل (اواز٣)

زموږ لوبغاړی د برياليتوب تر لاسه کولو پياوړی توان لری. په وروستيو کلونو کې د اوکراين او چين د خلکو تر منځ دوستانه اړيکی د ټينګښت په حال کی دي چې دا ما په بېجينګ کې ډېره احساس کړه. چينی نندارچيان له موږ سره ډېره مينه کوی. باور لرم چې زموږ لوبغاړی به په چين کې ښه برياليتوب لاسته راوړي.

د ښاغلي واکسيونک په اند د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تشکيلاتی کمېټې زحمتونو او د چيني نندارچيانو شوق او مينې د بېلا بېلو هېوادونو د لوبغاړيو لخوا د ښه برياليتوبونو د تر لاسه کولو لپاره ښه زمينه برابره کړې ده. دا د ٢٠١٢ کال د اروپايي کپ فوټبال سيالی لپاره د اوکراين د تياريانو موخه هم ده. ده وويل (اواز٤)

چين ته زما د راتلو يوه مهمه دنده د لويو سپورتي سياليو د تر سره کولو په اړه له چين سره د همکارۍ او تبادلې غوښتل دي. د اوکراين حکومت د ٢٠١٢ کال د اروپايی کپ د فوټبال سيالي ته په درنه سترګه ګوري او په ښه توګه دغه سيالی تر سره کول زما اوسنی تر ټولو مهم کار دی.

نو ځکه ښاغلي واکسيونک په اوکراين کې د چين سفارت له چارواکيو سره څو ځله تبادلې کړی دي. دی به د روان کال په پای کې له چين څخه يو ځل بيا ليدنه وکړي چې د چين له اړوندو ارګانونو سره کاري غونډې تر سره کړي. ده وويل اوکراين به په راتلونکو څلورو کلونو کې په پوره توګه د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تياريانو له تجربو څخه زده کړه وکړي او په ښه توګه به د ٢٠١٢ کال د اروپايی کپ د فوټبال سيالي د تر سره کولو لپاره زيار وباسي.

عکس: د اوکراين لوبغاړی د وزه پورته کولو په سيالی کی

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040