د بېجينګ د اولمپيک لوبو په شپږمه نېټه د سرو زرو نهه مډالونه رامنځته شوی دی.

cri     (GMT+08:00) 2008-08-14 19:26:59

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د اګيست څوارلسمه نېټه د بېجينګ د اولمپيک لوبو شپږمه ورځ ده. د همدې ورځې د ماښام تر شپږو بجو پورې د سرو زرو نهه مډالونه رامنځته شوی دی. د دوه سوه متره په واټن د پتنګ لامبو په ښځينه سيالی کې د چين لوبغاړې ليو ځي ګه د سرو زرو مډال تر لاسه کړ او نوی نړيوال ريکارډ يې جوړ کړ.

د چين لوبغاړې دو لي د پنځوس مترو په واټن د کوچنی ټوپک په وسيلې د نښې ويشتلو په ښځينه سيالی کې د سرو زرو مډال تر لاسه کړ.

د چين لوبغاړي يانګ وې د جمناستيک د بشپړو لوبو په نارينه سيالی کې د سرو زرو يو بل مډال تر لاسه کړ. دغه راز د چين لوبغاړې جانګ جيوان جيوان د غشی ويشتلو په ښځينه سيالی کې د سرو زرو مډال تر لاسه کړ.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040