په ټوله نړۍ کې د بېجينګ اولمپيک لوبو په اړه نظريه.

cri     (GMT+08:00) 2008-08-15 14:33:55

ګرانو اورېدونکيو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احـمد زلمی هرکلی کوم. په وروستيو څو ورځو کې د سريلانکا خبري رسنيو د بېجينګ اولمپيک لوبو د پرانيستونکيو مراسمو او اړوندو تياريانو زياته ستاينه کړې ده. د دوی د يو خبر له مخې، د بېجينګ اولمپيک لوبې به د اولمپيک داسي لوبې وي چې زياته پرمختللي تکنولوژي په کې کارول شوې دي، او دا به د چين لپاره يو ډېر ښه فرصت وی چې د اقتصاد او علومو په برخو کې خپل برياليتوبونه ټولو نړيوالو ته وښيي. د لکبيمي ورځپاڼې له يوې ليکنې سره سم، د بېجينګ اولمپيک لوبو پرانيستونکي مراسم ډېر په زړه پورې و او د چين ځانګړي کلتور ترې څرګند شوی دی. د پرانيستونکو مراسمو د تر سره کېدو له لارې مليونونو تنو نندارچيانو د چين د لرغوني تاريخ او د عصري کېدو په بهير کې د چين د برياليتوبونو په اړه زيات معلومات تر لاسه کړي دي. د دينامينا ورځپاڼې د خبر له مخې، د پرانيستونکيو مراسمو په ترڅ کې ټولو هنرمندانو په جدي او دقيقه توګه خپله ننداره تر سره کړې او چين خپل پياوړی توان پکې څرګند کړی دی.

د دې تر څنګ د زياتو بهرنيو خبري رسنيو په أند، د بېجينګ د له اولمپيک لوبو څخه د چين مخ په زياتېدونکی توان او ځواک څرګندېږي. د روسيې د ايتوګي په نامه د اوونيزې مجلې د اګست په دوولسمه نېټه د يوې ليکنې په خپرولو سره ويلي چې د څه دپاسه اتيا هېوادونو اوسيمو حکومتي مشران د بېجينګ د اولمپيک لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې راغونډ شوي و چې دا د اولمپيک لوبو په تاريخ کې يو نوی ريکارډ دی. د ماليزيا د دونګ فانګ ژه باو ورځپاڼې د روانې مياشتې په دوولسمه نېټه د يوې ليکنې په خپرولو سره ويلي : په ټوله نړۍ کې چينايان د بېجينګ اولمپيک لوبو د تر سره کېدو له امله ډېر وياړ دي او په همدې مهال غواړي چې چين د ټولې نړۍ لپاره لا زيات خدمتونه وکړي. د واشنګټن پوست ورځپاڼې د اګست په يوولسمه نېټه وويل چې چينايان د اولمپيک لوبو په اړه تاوده احساسات لري. د ټايمز د اوونيزې مجلې د خبر له مخې، د بېجينګ اولمپيک لوبو پرانيستونکيو مراسمو په بشپړه توګه ټولو نړيوالو ته د چين پنځه زره کلن تاريخ ښودلی دی.د ويتنام مرکزي ټلويزيون د اګست په يوولسمه نېټه خبر ورکړ چې د بېجينګ اولمپيک لوبو پرانيستونکيو مراسمو د يو لوي هېواد توان څرګند کړی او د اولمپيک لوبې په نړيواله ټولنه کې د چين مقام د پوره لوړولو لپاره ډېر زيات اهميت لري. د کينيا د ستاندرد ورځپاڼې خبريال اومولو اوکوس څو ورځې مخکې د بېجينګ اولمپيک لوبو په ترڅ کې د خبري رسنيو لپاره د خدمتي چارو زياته ستاينه وکړه او و يې ويل چې د داوطلبانو خدمتونه ډېر له مهربانۍ ډک او ښه دي. د يمن خبري رسنيو څو ورځې مخکې وويل چې د بېجينګ اولمپيک لوبو پرانيستونکي مراسم ډېر په زړه پورې دي او د اولمپيک لوبو تر سره کېدل د چين د پياوړتيا څرګندوی دی. د جاپان د توکيو ښاروالي څرګنده کړه چې د بېجينګ اولمپيک لوبو له پرانيستونکيو مراسمو څخه يې د چين پياوړی ځواک احساس کړی دی او د بېجينګ د اولمپيک لوبو د پرانيستونکيو مراسمو او داوطلبانو ستاينه يې وکړه. د پاکستان جيو ټلويزيون د بېجينګ اولمپيک لوبو ته زياته پاملرنه کوي او په دې اړه يې زيات ځانګړي پروګرامونه جوړ کړي دي.

برسېره پر دې، د کانادا د چيني ژبې يوې راډيو هم د اولمپيک لوبو لپاره ځانګړي پروګرامونه جوړ کړي دي. دغې راډيو څلور کاله مخکې د چين له نړيوالې راډيو سره په خپلې همکارۍ پيل کړی دی چې له مخې يې هره ورځ زموږ د راډيو ځيني غوره پروګرامونه خپروي. دغه راډيو د بېجينګ د اولمپيک لوبو په ترڅ کې د چين له زياتو عمده خبري رسنيو سره په همکارۍ کې د چين او کانادا لوبغاړيو او د مهمو سياليو په اړه زيات پروګرامونه خپاره کړي دي. د دغې راډيو مشر ښاغلي ګاو ژو دونګ زموږ د راډيو له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل لومړی موږ په خپله ورځپاڼه کې د اولمپيک لوبو ځانګړې پاڼه جوړوو، په همدې مهال موږ زيات اړوند راډيويي پروګرامونه هم خپروو. د دغې راډيو وياند په دې اړه په خوشحالۍ سره وويل دا زما وياړ دی چې د کانادا په اوتاوا سيمه کې په چيني ژبې اوسېدونکيو چينايانو ته د اولمپيک لوبو پروګرامونه خپروم. زه په دې اړه ډېر خوشحاله يم او د نيکمرغۍ احساس کوم. زه هيله لرم چې په خپلو کوښښونو سره په زړه پورې پروګرامونه جوړکړم او زياتو چينايانو ته دغه پروګرامونه وړاندې کړم چې له مخې به يې ټول چينايان سره خپل يووالی لا ټينګ کړي.

ګرانو او محترمو اورېدونکيو، د پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. هر چېرې چې وی، روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040