د بېجينګ د اولمپيک لوبو په اوومه ورځ کې د سرو زرو نهه مډالونه ورکړل شوي دي.

cri     (GMT+08:00) 2008-08-15 19:28:15

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د اګيست پنځلسمه نېټه د بېجينګ د اولمپيک لوبو اوومه ورځ ده او د همدې ورځې د ماښام تر پنځو بجو او ديرشو دقيقو پورې د سرو زرو نهه مډالونه ورکړل شوي. د لامبو وهلو په سياليو کې دری نوی نړيوال ريکارډونه جوړ شول.

د چين لوبغاړې څاو لې د پنځه اويا کيلوګرامو په کچه د وزن پورته کولو په ښځينه سيالۍ کې د سرو زرو مډال تر لاسه کړ او نوی نړيوال ريکارډ يې جوړ کړ.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040