د اولمپيک نړيوالې کميټې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتظامي کارونو زياته ستاينه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2008-08-15 20:17:02

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د اګيست پنځلسمه نېټه د بېجينګ د اولمپيک لوبو اوومه ورځ ده چې د ټولو لوبو نيمه برخه تېره شوې ده. د اولمپيک نړيوالې کميټې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتظامي او ادارې کارونو زياته ستاينه وکړه.

د دغې کميټې وياندې ګيسيلي داويس په همدې ورځ په بېجينګ کې څرګنده کړه چې د دغې کميټې په اند د بېجينګ د اولمپيک لوبو انتظامې کميټې غوره کارونه تر سره کړي دي.

د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتظامي کميټې اجرايوی مشر مرستيال وويل چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو انتظامی کميټه لاهم له يو شمير ننګونو سره مخامخ دی. يو دا چې دوی به د زياتو هېوادونو د مشرانو خدمت به کوي، بل دا چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تشکيلاتو په موده کې د معيوبينو د اولمپيک لوبو ته تياريانی نيسي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040