د نښې ويشتلو د نړيوالې کميټې مشر د نښې ويشتلو په سيالی کې د فعالونکو درملو پيښې په اړه خپله نظريه څرګنده کړه.

cri     (GMT+08:00) 2008-08-15 20:30:19

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د اګيست په پنځلسمه نېټه د بېجينګ د اولمپيک په لوبو کې د فعالونکو درملو يوه پېښه وموندل شوه څرنګه چې د ديموکراتيکې کوريا د نښې ويشتلو لوبغاړی کيم جونګ سو د پروپانولول په نامه درمل خوړلی و، نو له دې امله هغه له امله په سيالو کې له ګډون څخه بی برخې شوی او د پنځوس مترو په واټن د توپک د نښی ويشتلو په سياليو کې د ده له خوا تر لاسه شوي د سپينو زرو مډال د چين لوبغاړی تان ځونګ ليان ته ورکړل شو چې مخکې يې په دغو سياليو کې درېيم مقام ګټلی و. د نښې ويشتلو د نړيوالې کميټې مشر اوليګاريو وازګويز رانا زموږ راډيو ته وويل: که په نورو لوبو کې لوبغاړی د فعالونکو درملو څخه د خپل قوت د پياوړی کېدو لپاره کار واخلي، خواو يا هم د ګټلو لپاره اراموونکی درمل کاروی، دواړه د لوبو له ګډون څخه بې برخې شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040