د بېلا بېلو هېوادونو نندارچيان د اولمپيک لوبو د ليدلو لپاره بېلا بېلو ستيډيومونو ته ننوتلی دی

cri     (GMT+08:00) 2008-08-15 20:31:19

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هرکلی کوم! د اګست په ٩ نېټه د بېجينګ د اولمپيک لوبو بېلا بېلی سيالی پيل شوی، د چين د بېلا بېلو ځايونو او د بهرنيو هېوادونو نندارچيان د اولمپيک لوبو د لوبغاړيو د هڅولو لپاره په جلا جلا توګه په بېلا بېلو ستيډيومونو کې سيالي ويني. زما د اولمپيک پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته په بېلا بېلو ستيډيومونو کې د سياليو په اړه لږ څه معلومات وړاندی کړو.

د اګست په ٩ نېټه د بدمينتون ښځينه يو کسيزه سيالۍ د بېجينګ د صنعت پوهنتون په جمنازيوم کې پيل شوی. د اندونيزيا لوبغاړې يوليانتی ماريا کريستين او د المان لوبغاړې سچنک جوليانی چې د بدمينتون سيالی په نړيوال ليست کې په جلا جلا توګه څلور ويشتم او ديارلسم مقامونه نيسي، نندارچيانو ته لومړۍ سيالۍ وړاندی کړی.

څه د پاسه پنځه زره نندارچيانو په همدی ورځ د بېجينګ د صنعت پوهنتون په جنازيوم کې دغه سيالۍ وکتلې. د اندونيزيا يو شمېر ننداچيانو چې سور او سپين رنګه جامی اغوستی وې، د خپل هېواد لوبغاړې د نمرو تر لاسه کولو په وخت کې دريدل او په ګډه يې خپلې لوبغاړې هڅولې. د خبر له مخې، د اندونيزيا هغو نندارچيانو د اولمپيک لوبو د کتلو لپاره د سيلانې اېجنسۍ له لاری يوه ډله جوړه کړه او بېجينګ ته راورسېدل. په دغه ډله کې يو اتيا کلن سپين ږيری چې لی کوک سوان نومېږي ، خبريال ته وويل ( اواز ١ )

زه ډېر خوشحاله يم چې چين ته راغلی يم، له دی مخکې څه د پاسه لس ځله چين ته راغلی يم. زه له چينايانو سره ډېره مينه لرم. موږ د يوليانتی ماريا کريستين د ملاتړ لپاره نن ورځ په لسو بجو دغه جمنازيوم ته راغلو . زه په عمده توګه د اولمپيک لوبو د پرانيستونکو مراسمو د کتلو لپاره بېجينګ ته راغلم. د بېجينګ د اولمپيک لوبو پرانيستونکی مراسم ډېر غوره او ښه دی چې هېڅکله مې دغه شان پرانيستونکی مراسم نه و ليدلی.

په اندونيزيا کې بدمينتون ملی لوبه ده چې زيات شمېر نندارچيان ورجلبوی. په دغه ډله کې مېرمن هانا اناندا او مېړه يې د خپل هېواد د لوبغاړيو د هڅولو لپاره په صحنو کې د پنځه دورې د اولمپيک لوبې کتلي. مېرمن هانا اناندا وويل ( اواز ٢ )

موږ د لوبو کتلو لپاره سيول ، اتلانتا، سيدنی او أتن ته ورغلی وو او اوس بېجينګ ته راغلی يو. زما د مېړه په اند موږ د اولمپيک لوبو په ډګر کې د اولمپيک لوبو توده فضا احساسولای شي چې د تلويزيون له لاری ته تر لاسه کېږی.

په همدی ورځ د دنمارک، هالند او امريکا په ګډون د بېلا بېلو هېوادونو نندارچيان هم راغلی و. خو د شاباسی زياتې نارې د چيني نندارچيانو له خوا رامنځته شوی. مېرمن يانګ جه له چنګ دو ښار څخه راغلی ده، ددې په اند په جمنازيوم کې د اولمپيک لوبو د کتلو له لاری به له لوبغاړيو څخه ټينګ باور او زړه وره روحيه زده کړی او د سياليو چاپيريال يې احساس کړی. نو يانګ جه په ځانګړی توګه له خپل زوی سره يو ځای بېجينګ ته راغلی او د بېجينګ اولمپيک لوبې ويني. دی وويل ( اواز ٣ )

جمنازيوم ته له ننوتلو وروسته مو په لومړۍ سر کې داوطلبان وليدل. دا ځای ښکلی دی، زه ډېره خوشحاله يم چې اولمپيک لوبې وينم. همدا اوس د اندونيزيا او المان

لوبغاړيو ترمنځ يوه سيالۍ ډېره سخته وه او موږ تل نوموړی لوبغاړي هڅول. ما خپل زوی ته وويل چې د لوبغاړيو له ټينګې روحيې زده کړی وکړي.

ګرانو اورېدونکو، موږ د بېجينګ د اولمپيک لوبو له پرانيستونکو مراسمو وروسته د بدمينتون له لومړنۍ سيالۍ څخه د شديدې سيالۍ فضا او د سپورټ روحيې احساس کړی او لوبغاړيو د نندارچيانو په تېره بيا د چيني وګړيو تاوده احساسات او ملاتړ تر لاسه کړی دی.

ګرانو اورېدونکو، زما د اولمپيک لوبو د پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه ليلا يم ، روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040