د بېجينګ اولمپيک لوبې اتمې ورځې ته ننوتلې دي.

cri     (GMT+08:00) 2008-08-16 19:21:38

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بېجينګ اولمپيک لوبې د اګست په شپاړسمه نېټه اتمې ورځې ته ننوتلې چې نهه ويشت طلايي مډالونه به غوره لوبغاړيو ته ورکړي شي او له غرمې وروسته تر شپږو بجو پورې  نولس طلايي مډالونه لوبغاړيو ته ورکړل شوي دي.

د دوه سوه مترو د چپ لامبو وهلو په ښځينه سيالي کې د زيمبابوي لوبغاړې کونتری د يو نوي نړيوال ريکارډ په جوړولو سره لومړی مقام تر لاسه کړی دی.

د سل مترو د پتنګ لامبو وهلو په نارينه سيالي کې د امريکا لوبغاړي فيلپس طلايي مډال تر لاسه کړ چې دا د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د ده اووم طلايي مډالونه دي.

د اتو سوو مترو د ازادې لامبو وهلو په ښځينه سيالي کې نولس کلن بريتانوي لوبغاړې ادلينګتون د يو نوي نړيوال ريکاډ په ټينګولو سره لومړی ځای نيولی دی.

د شلو کيلومترو په واټن په پلو او پنجو د تګ په نارينه سيالي کې د روسيې لوبغاړي بورچين واليري طلايي مډال تر لاسه کړ.

د پنځوسو مترو د ازادې لامبو وهلو په نارينه سيالي کې د برازيل لوبغاړي سيسار طلايي مډال تر لاسه کړی او د اولمپيک لوبو نوی ريکاډ يې ټينګ کړی دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040