د ونزويلا ولسمشر چاويز د بېجينګ اولمپيک لوبو د تشکيلاتي کارونو ستاينه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2008-08-16 19:26:51

د ونزويلا ولسشمر چاويز د اګست په پنځلسمه نېټه د بېجينګ اولمپيک لوبو د تشکيلاتي کارونو ستاينه وکړه.

نوموړي په همدی ورځ د پاراګوی د نوی ولسمشر فېرناندو لوګو د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ. ده په يوه خبري غونډه کې وويل له بېجينګ اولمپيک لوبو څخه نه يوازی د چين ښه تشکيلاتي توان بلکې د سپورتي سيالۍ په برخه کې د چين پرمختګ څرګندېږي. ده زياته کړه دا په تاريخ کې د اولمپيک تر ټولو ښه لوبې دي. درنښت له چين او چينايانو سره اړه لري.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040