د طلايي مډالونو تر لاسه کول د چين د سپورتي پلاوي يوزانۍ موخه نه ده.

cri     (GMT+08:00) 2008-08-17 17:30:58

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين سپورتي پلاوي د اګست په اوولسمه نېټه څرګنده کړه چې د طلايي مډالونو تر لاسه کول د چين د سپورتي پلاوي يوزانۍ موخه نه ده. د چين سپورتي پلاوی غواړي چې د اولمپيک لوبو له لارې د بېلا بېلو هېوادونو له لوبغاړيو سره تګ راتګ وکړي، خپل منځۍ دوستي پياوړې کړي او د اولمپيک روحيه خپره کړي. د چين سپورتي پلاوی به په مداومه توګه د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو له لوبغاړيو سره يو ځای په بريالۍ توګه د اولمپيک لوبو د تر سره کېدو لپاره کوښښ وکړي.

د چين سپورتي پلاوی په همدې ورځ د بېجينګ د اولمپيک لوبو په عمده مطبوعاتي مرکز کې لومړۍ خبري ناسته تر سره کړه. د چين د سپورتي پلاوي مرستيال ښاغلي څوی دا لين څرګنده کړه چې چين د اولمپيک لوبو په لومړۍ نيمه کې له نورو نه زيات طلايي مډالونه تر لاسه کړي، خو په دوهمه نېمه کې به د طلايي مډالونو تر لاسه کولو چټکتيا ورو کړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040