د چين د سپورتي پلاوي مرستيال په بهرنيو هېوادونو کې د مېرمن لانګ پينګ په شمول د زياتو چيني روزونکيو ستاينه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2008-08-17 17:31:25

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د سپورتي پلاوي مرستيال څوی دا لين د اګست په اوولسمه نېټه په بېجينګ کې په يوه خبري ناسته کې په بهرنيو هېوادونو کې د چيني روزونکيو ډېره ستاينه وکړه او و يې ويل چې دوی په نورو هېوادونو کې د چين سپورتي سفيران دي.

نوموړي څرګنده کړه موږ د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د بهرنيو لوبغاړيو يو شمېر چيني روزونکي ګورو، د بېلګې په توګه د امريکا د واليبال ښځينه ډلې عمده روزونکې مېرمن لانګ پينګ، د امريکا د جمناستيک ښځينه ډلې عمده روزونکی ښاغلی جياو ليانګ او له برج څخه د ټوپ وهلو په پروګرام کې د استراليا ډلې عمده روزونکی ښاغلی تونګ هوی. دوی د سپورت نړيواله سويه لوړه کړې ده.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040