د برېښنا سپمولو څو لارې چارې

cri     (GMT+08:00) 2008-08-18 14:58:23

د بريښنايې سامان الاتو د لګولو د شميرو کمښت

په ژوند کې بايد د بريښنايې سامان الاتو د لګولو شمېر کم شي،ځکه چې په هر ځل لګولو سره د بريښنا جريان په لږه شيبه کې سختيږي او زياته بريښنا لګيږي. د بېلګې په توګه د نورو برېښنايي سامانونو په شان که هغه ځانګړي څراغ چې د برېښنا سپمولو لپاره جوړيږي ، ولګول شي ، مصرف شوې برېښنا به يې د دغه څراغ د يو ساعت کارونې له اړتياوړ بريښنا سره برابر شی ځکه چې د لګولو په يوه شيبه کې د اړتياوړ برېښنا د عادي کارونې له لازمې برېښنا څخه څو ځله زياتيږي.

موبايل ټليفون بايد د بريښنا له ډکولو وروسته بايد سمدستي له بريښنايې مزی څخه وايستل شي.

کله چې د موبايل ټليفون بريښنا ډکه شي، بايد سمدلاسه لازم مزی وايستل شي. ځکه چې که څه هم موبايل ټليفون له بريښنا څخه ډک دی، خو د بريښنا ډکولو اله لاهم کار کوي. يو عادی موبايل ټليفون د بريښنا ډکولو په وخت کې يوازی صفر اعشاريه صفر يو کيلوواټ بريښنا ته اړتيا لري.

سګريټ څکول د شرائينو د کلکوالي لامل ګرځي.

د نوې څيړنيزې پايلې له مخې د سګريټ نه څکونکي په پرتله سګريټ څکونکي د شرائينو د کلکوالي په ناروغۍ د اخته کېدو زياته شونتيا لری چې په پايله کې، کله چې د بدن غړي او زړه لا زيات اکسيجن ته اړتيا ولری ، نو شرائين زيات اکسيجن نشی برابرولی . پوهانو د څيړنې په بهير کې دا نتيجه موندلې چې هغه سګريټ ځکونکی چې د سګريټ له څکلو څخه يې يو کال وخت اوښتی وی ، د شرائينو کلکوالی پيلېږي. خو د خوښۍ وړ خبره دا ده چې هغه کسان چې تر لسو کالو وروسته يې د سګريټو څکلو پرې ايښي ، شرائين يې کيدای شي له کلکوالي څخه وژغورل شی.

د ګاز لرونکي شربت څښل د غاښونو لپاره ګټه نه لری.

د پوهانو په اند هغه کسان چې تل شربتونه څښي ، غاښونه يې خرابيږي.د يوې ازموينې له مخې لومړی د غاښ مينا د کوکاکولا په شمول په ډول ډول شربتونو کې واچول شوه ، دوه ورځې وروسته د مينا وزن په سلو کې پنځه کم شوی و له دې څخه څرګنديږي چې ګازلرونکی شربت د غاښ د مينا د فاسدولو رول لری.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040