د اولمپيک لوبو په کلي کې اسلامی خوراکونه د ستاينې وړ دی

cri     (GMT+08:00) 2008-08-18 17:10:55

د اولمپيک لوبو په کلي کې د شلو زرو مربع مترو په پراخوالي يو لوی رستورانت د بيجينګ اولمپيک لوبو په موده کې هره ورځ د څليرويشتو ساعتو لپاره لوبغاړيو ته خوندور او پاک خوراکونه برابروي. د بيلا بيلو هيوادونو د لوبغاړيو د غوښتنې د پوره کولو لپاره په دغه راستورانت کې هم د يهودي، اسلامی او هندی خوړو په شمول ډول ډول خوراکونه تياريږي، په تيره بيا اسلامی خوراکونه د مسلمانو ميلمنو لخوا ډېر ستايل شوي دي.

د مصر د سوک وهلو لوبډلې مشر محمد عبدلعزيز غنيم د اولمپيک لوبو په کلي کې د ژوند په هکله خپلې نظريې څرګندې کړې او ويې ويل دغه کلی ډېر پاک دی او تاسيسات يي بشپړ دي، بهر ته د وتلو لپاره منظم موټرونه شته، په کلي کې د داوطلبانو خدمتونه هم د قناعت وړ دي، موږ داسی فکر کوو لکه چې په خپل کور کې يو. هغه په تيره بيا د اولمپيک لوبو په کلي کې د رستورانت او تيارو شويو خوراکونو ستاينه وکړه. ده وويل د اولمپيک لوبو کلي په رستورانت کې د خوراکونو ډولونه ډېر زيات دي، د بېلګې په توګه پيزا، نان، غوښې، چرګان، کبان او ميوې، سلاد، د ميوو مشروبات او داسی نور. که رستورانت ته له تګ مخکې پلان ونه لرو چې څه شي وخورو، نو د خوراکونو د ټاکلو په وخت کې ډېره ستونزمنه ده. په يوه جمله کې بايد ووايم چې د رستورانت کچه ډېره لوړه ده چې د ټولو لوبغاړيو غوښتنې پکې پوره کيدای شي.

محمد عبدالعنيم د اتلانتا او سدني په اولمپيک لوبو کې يې ګډون کړی او د اتن په

اولمپيک لوبو کې يې د سپينو زرو او برونزو مډالونه تر لاسه کړي و، دی د يو

عربی هېواد د مسلمان په توګه د اولمپيک لوبو کلي په راستورانت کې اسلامی ډوډی ته ډيره پاملرنه کوي. ده وويل د رستورانت کارکوونکي د مسلمانو لوبغاړيو لپاره د ډوډۍ خوړلو ځانګړي سيمه ټاکلې ده چې دوی په دغه ځانګړې سيمه کې ډوډی خوړلی شي. برسيره پر دې که مسلمان لوبغاړي غواړی چې د ځانګړي سيمې څخه بهر په بله سيمه کې کوم خوندور خوراک وخوري، کيدای شی چې له خدمتګارانو څخه پوښتنه وکړي چه دغه خوراک اسلامي دی که نه .

د چينايانو ميلمه پالنې د مصر د سوک وهلو لوبډلې سر روزونکي سيد حسين په زړه کې ژوره خاطره پرې ايښې ده. هغه وويل نن ورځ غرمه ما په رستورانت کې ماکاروني او د چرګ غوښه وخوړل، ډير خوندور و. نن ما په رستورانت کې ډېر ډولونه خوندور خواړه موندلي دي .مصريان ماکاروني خوښوي، دلته تيار شوي ماکاروني ډير مزه دار دي .

. د مصر د سوک وهلو لوبډلې له دريو لوبغاړيو څخه يوازی محمد عبدل موجود حکيل دی چې د طلايی مډال تر لاسه کولو توان لری. په تيرو څلورو کلونو کې هغه په څلورو ځلو سياليو کې برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. اوس د پنځه اوويا کيلوګرامو په کچه د دريم غښتلي سوک وهوونکي په توګه پيژندل شوی دی. هغه وويل زه هيله لرم چې د اولمپيک لوبو په سيالۍ کې طلايی مډال تر لاسه کړم. ما پخوا د سيدني او اتن په اولمپيک لوبو کې ګډون کړی دی. د دغو دوو دورو په پرتله د بيجينګ اولمپيک لوبو تدارکاتی کارونه ډېر ښه دي. په رستورانت کې د تيار شويو

خوراکونو ډولونه ډېر زيات دي او هم ډېر خوندور دي.

د اولمپيک لوبو د نړيوالې کمېټې داوطلب ژباړونکي ابيرا اګويګنيهو چې په خټه

حبشي او په فلسطين کې زيږيدلی دی، د اووم ځل لپاره په اولمپيک لوبو کې د ژباړنکي دنده پر غاړه لری. هغه خبريال ته وويل نن ما اسلامی خوراکونه خوړلي دي . د اولمپيک لوبو د کلي رستورانت ډېر ښه دی چې تر اوسه پورې داسې ښه رستورانت ما نه و ليدلی دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040