د بېجينګ د اولمپيک لوبو په لسمه ورځ کې د سرو زرو څلور مډالونه ور کړل شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2008-08-18 18:42:00

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اګيست په اتلسمه نېټه يعنی د بېجينګ اولمپيک لوبو په لسمه ورځ کې به اتلس طلايی مډالونه رامنځته شي. د دغې ورځې تر غرمې وروسته تر پنځو بجو د سرو زرو څلور مډالونه ور کړل شوي دي.

د يو اعشاريه پنځه کيلو مترو په واټن د لامبو وهلو، د څلويښت کيلو مترو په واټن د بايسکل ځغلولو او د لس کيلو مترو په واټن د منډی وهلو په دريو ښځينه سياليو کې د استراليا لوبغاړې سنو سيل ايما د سرو زرو مډال تر لاسه کړ.

د ٤٧٠ په کچه د نارينه بادي کښتۍ چلولو په دوه کسيزه سيالۍ کې د استراليا لوبډلې د سرو زرو مډال وګاټه. د دغه پروګرام د ښځينه سيالۍ طلايی مډال هم د استراليا لوبډلې لخوا په برخه شو.

د بايسکل په ډګري سيالۍ کې د هالند لوبغاړې مريانی فوس د سرو زرو مډال تر لاسه کړ.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040