د بېجينګ اولمپيک لوبې يوولسمې ورځې ته ننوتلې دي.
cri (GMT+08:00) 2008-08-19 21:17:25
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بېجينګ اولمپيک لوبې د اګست په نولسمه نېټه يوولسمې ورځې ته ننوتلې دي چې د ماښام تر نهو بجو پورې دوولس طلايي مډالونه غوره لوبغاړيو ته ورکړل شوي دي.
د چين لوبغاړي لي شياو پنګ د پارالل په نارينه سيالي کې طلايي مډال تر لاسه کړ.
د چين لوبغاړي ځو کای د بارفکس په نارينه سيالي کې لومړی ځای ونيو.
د چين لوبغاړي لو چون لونګ د کټ پر سر د ټوپ وهلو په نارينه سيالي کې د سرو زرو مډال تر لاسه کړ.