د بېجينګ اولمپيک سپورتی لوبو په موده کې مسلمانانو ته د لارښوونې ويب پاڼه

cri     (GMT+08:00) 2008-08-20 09:54:45

په وروستيو روځو کی په چين کې د بېلا بېلو هېوادونو مسلمانانو په وړاندی په څو ژبو خدمتی ويب پاڼه پرانيستل شوه چې نوم يی د بېجينګ اولمپيک سپورتی لوبو په موده کې مسلمانانو ته د لارښوونې ويبپاڼه ده.دغه ويب پاڼه د چين د نړيوالې راډيو د نړيوالې ژوندې شبکې له خوا جوړه شوې چې د اندونيزيايی ، عربی ، فارسی او پښتو ژبو په شمول ٧ ژبی پکی کارول کيږي او د عکسونو، ليکونو او نقشې له لاری مسلمانانو ته د بېجينګ اولمپيک لوبغاليو، جوماتونو، اسلامی رستورانتونو ، د لمانځه ادا کولو وختونو او شيانو اخيستلو د لارښوونې په اړه معلومات وړاندی کيږي.دغه راز په دغه ويب پاڼه کې ژوندي خدمتونه هم تر سره کيږي.

هغو بهرنيو دوستانو ته د اسانتياوې برابرولو په موخه چې د اولمپيک لوبود نندارو د کتلو لپاره بېجينګ ته راغلی دی، او دوی ته د بېجينګ کلتور وړاندی کولو لپاره ژبه يوه ډېره مهمه وسيله ده.که د بېجينګ د لارو په اوږدو کې د لارښوونې په اړه په چينی او انګليسی ژبو د ليکل شويو نښو له لاری د هغو هېوادونو د وګړيو اړتياوې نشي پوره کيدای چې انګليسی ژبه نه پکې ويل نه کيږي، نو د پرمختللۍ شبکې په کارولو سره به د زياترو نړيوالو دوستانو د ملتونود خوړو بنسټيز عادتونو او مذهبی ژوند په شمول اړتياوې پوره شی.خو دغه ويبپاڼه يو لنډمهالی عمل نه دی بلکی يو دايمی کار به وي.بېجينګ هم د اولمپيک لوبو له لاری په ريښتينی توګه د نړيوال کيدو په لور روان دی. بهرنی مسلمانان نه يوازی د اولمپيک لوبو په موده کې له

دغې ويبپاڼې څخه ګټه اخلي بلکی په راتلونکی کې به له دغې ويبپاڼې څخه هم ګټه واخلي.تر اوسه پوری ډېرو زياتو مسلمانانو د دغې ويبپاڼې له لاری د بېجينګ د اولمپيک لوبغاليو په اړه معلومات تر لاسه کړي چې ډېرې اسانتياوې يې ور ته برابرې کړې دي .يو عربی سيلاني د چين د بازارونو پته تر لاسه کړې او د ميرمنۍ او ماشومانو لپاره يې زيات چينی ځانګړی ټوکران او لوبتکې اخيستي دي.هغه وويل چې دغه ويبپاڼه د هغو مسلمانانو لپاره چې په بېجينګ کې ژوند کوي يا له دغه ښار څخه ليدنه کوي،زياتې اسانتياوې برابروي.ده هيله څرګنده کړه چې دغه ويب پاڼه ګام په ګام بشپړ شی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040