له برازيل څخه د فوټبال مشهور لوبغاړی ديګو

cri     (GMT+08:00) 2008-08-20 14:21:15

ګرانو اوريدونکو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو هرکلی کوم. اوس د بيجينګ اولمپيک لوبې روانې دي نو د پروګرام په دغه کړۍ کې به د بېلابېلو هيوادونو د لوبغاړو په اړه تاسو ته څه معلومات وړاندی کړو.

د پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو له برازيل څخه د فوټبال مشهور لوبغاړی ديګو په اړه به يوه مرکه سره واورو.

ديګو د دولس کلنی په عمر کې د سانتوس د فوټبال په لوبدله کې ګډون وکړ چې د فوټبال پادچا پيلي مورنی ټيم ګڼل کيږی. کله چې ديګو ١٧ کلن شو هغه له خپلو همکارانو سره يو ځای د برازيل د فوټبال سياليو په لړۍ کې لومړی مقام ترلاسه کړ چې ددغه ټيم وروستی لومړی مقام ديرش کاله مخکی ترلاسه شوی و. کله چې ديګو ١٩ کلن شو هغه د پورتو په ډله کې ګډون کړی چې د اروپا په اتلوالی کې يو ډير پياوړی ټيم ګڼل کيږی.

ښاغلی ديګو نن ورځ د برازيل د فوټبال په اولمپيک ډله کې د يو مهم غړی په توګه د بيجينګ په اولمپيک لوبو کې ګډون وکړي. هغه په خپله ډله کې يو ډير اغېزمن او مهم غړی هم ګڼل کيږی.

که څه هم ديګو يو ډېرمشهور لوبغاړی دی خو هغه يو ډېر مهربان ځوان هم دی. په سپورټی ډګر کې ديګو په جدی توګه د روزونکي له غوښتنې سره سم تمرينونه ترسره کوي. د دوو ساعتو له تمرينونو وروسته خولې يې له مخ نه بهېدې.

ځکه چې د اړوندې قاعدې له مخې يوازی تر٢٣ کلن لاندی لوبغاړی د اولمپيک لوبو د فوټبال په سيالی کې ګډون کولی شی نو ډير مشهور لوبغاړی دغې سيالی ته په درنه

سترګه نه ګوري.

مګر ښاغلی ديګو دغې سيالی ته ډير اهميت ورکوي او ويی ويل :

(لومړی اواز)

برازيل دغې سيالی ته د نړيوالې اتلوالی په شان اهميت ورکوي. ته پوهيږی چې دغه اتلوالی زموږ لپاره ډيره مهمه ده. موږ ډيرې تياريانې ترسره کړې دي او هم خوشحاله يو چې په دغه سيالی کې ګډون وکړو. موږ هيله لرو چې د سروزرو مډال برازيل ته وګټو.

په حقيقت کې برازيل دغه مډال ته ډيره اړتيا لري ځکه چې دغه هيواد چې د فوټبال شاه ګڼل کيږی، د هرې هغې سيالی لومړی مقام ترلاسه کړی چې موږ يی ويلی شی، د بېلګې په توګه نړيواله اتلوالی، د سيند په غاړه نړيواله اتلوالی ، په خونه کې د فوټبال اتلوالی او ديجتل نړيواله اتلوالی. خو برازيل تراوسه په اولمپيک لوبو کې د فوټبال سيالی لومړی مقام نه دی ترلاسه کړی .

د برازيل د فوټبال لوبډلې عمومی روزونکی دونګا له اولمپيک لوبو سره نژدی تړاو لري. هغه په ١٩٨٤ کال کې د لوس انګيليس په اولمپيک لوبو کې له خپلو ملګرو سره يو ځای د سپينو زرو مډال ترلاسه کړ. په ٢٠٠٤ کال کې د ديګو او روبينهو په ګډون د برازيل د فوټبال لوبډله د يونان په اولمپيک لوبو کې د ګډون حق ترلاسه نه کړای شو. ښاغلی ديګو د دغو تجربو د بادونې په ترڅ کې وويل:

(دوهم اواز)

ما له هغه ناکامی څخه ډير درسونه زده کړل . موږ تری ګټې اخيستې او ژمنه کوو چې د نويو ننګونو په وړاندی په ښه توګه چمتوالی ولرو.

دغه ځل د ارژانتين لوبډله د برازيل په وړاندی د لومړی مقام ترلاسه کولو په بهير کې يو لوی خنډ ګڼل کيږی چې د يونان په اولمپيک لوبو کې يی د فوټبال په سيالی کې لومړی

مقام ونيوه. خو ديګو دا نظر لري چې هرې مخالفې ډلې ته ټيټ اهميت نه ورکوي . هغه وويل:

(درېيم اواز)

البط د ارژانتين د لومړی مقام ترلاسه کولو شونتيا ډيره ده او د ايتاليا لوبډله هم غښتلی ده . خو اوس د فوټبال په ډګر کې ځواکمنې لوبډلې ډيرې زياتې دي. موږ نه شو کولی چې د يوې ډلې د شهرت له مخی يی توان وټاکو. موږ به هرې لوبډلې ته يو شان اهميت ورکړو.

د روزنې او سيالی ښه چاپيريال د بريالیتوب يو مهم ضمانت دی. د اولمپيک لوبو د فوټبال اړوندې سيالی په شن يانګ ښار کې ترسره کيږی چې د چين په شمال خيتځ کې پروت دی. ديګو په دې اړه وويل:

(څلورم اواز)

دغه ځای ښه دی او زه د بېلابېلو خواوو په اړه راضی او خوشحاله يم. موږ د نورو هيوادونو له لوبډلو سره يو ځای په يو هوټل کې اسيږو چې فضا يی ډېره ښه او حوسا ده.

ګرانو اوريدونکو! د پروګرام دغه کړۍ په همدی ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040