د افغانستان لوبغاړی روح الله نيکپال د اولمپيک په لوبو کې د افغانستان لومړی مډال تر لاسه کړ.
cri (GMT+08:00) 2008-08-20 20:12:47
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د اګست د شلمې نېټې ماښام په اتو بجو د افغانستان لوبغاړي روح الله نيکپال د تکواندو د اته پنځوسو کيلوګرامو په نارينه سيالي کې د برونز يو مډال تر لاسه کړ.
د خبر له مخې، دا د افغانستان په تاريخ کې د اولمپيک لوبو لومړی مډال دی او ښاغلی روح الله نيکپال هم د سيالۍ له لارې د اولمپيک په لوبو کې د ګډون حق لومړی ګټونکی دی.