د بېجينګ د اولمپيک لوبو په دوولسمه ورځ کې نهه طلايی مډالونه ور کړل شوي

cri     (GMT+08:00) 2008-08-20 21:14:27

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اګست په شلمه نېټه يعنې د بېجينګ د اولمپيک لوبو په دوولسمه ورځ کې به د سرو زرو يوولس مډالونه رامنځته شي. د همدې ورځې د ماښام  ترنهو بجو  پوری پنځه طلايی مډالونه ور کړل شوي دي.

د چين لوبغاړې اين جيان د اوبو په مخ د بادی سکی په سيالۍ کې د سرو زرو مډال تر لاسه کړ.

د روسيې لوبغاړې لاريښا ايلچينکو د لس کيلو مترو په واټن د لامبو وهلو په ښځينه سيالۍ کې د سرو زرو مډال وګاټه.

د چين لوبغاړې وو جينګ يو د تکواندو د نهه څلويښتو کيلوګرامو په ښځينه سيالي کې طلايي مډال تر لاسه کړ.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040