د اولمپيک په پارک کې يوه مجسمه

cri     (GMT+08:00) 2008-08-21 19:02:58


د اولمپيک په پارک کې يوه مجسمه

د اولمپيک پارک د بېجينګ په شمال کې پروت دی او پرخوالی يې يو زر يو سل او پنځه دېرش هکتاره دی. په دغه پارک کې درې سيمې شاملې دي. د ځنګلونو پارک د دغه پارک په شمال کې، سټيديومونه او جمنازيومونه يې په منځنی برخې کې دي.

د دغه پارک جوړول د بېجينګ د راتلونکی پرمختګ او د ښاريانو د اړتياوو پر بنسټ دی. په دغه پارک کې نه يوازی سپورټي سيالي، بلکې بېلا بېلې غونډې او هنري نندارتونونه هم تر سره کېږي.

د دوه زره او اتم کال د بېجينګ اولمپيک لوبو په سلو کې څلور څلويښت سټديومونه او اړوند تاسيسات په دغه پارک کې پراته دي.

د اولمپيک کلی هم په دغه پارک کې دی او پرخوالی يې اتيا هکتارو ته رسېږي. شپاړس زره تنه لوبغاړي کولای شي چې په دغه کلی کې اوسېږي. د اولمپيک کلي چاپيريال ښکلی او أرام دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040