د بېجينګ اولمپيک لوبو په ديارلسمه ورځ ١٢ طلايي مډالونه ورکړل شوي

cri     (GMT+08:00) 2008-08-21 21:21:57

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اګست په يوويشتمه نېټه يعنی د بېجينګ اولپميک لوبو په ديارلسمه ورځ به يوويشت طلايي مډالونه ورکړل شي. د همدی ورځې د ماښام تر نهو بجو پورې دوولس طلايي مډالونه ورکړل شوي دي.

د روسيې لوبغاړې اولګا په همدی ورځ د شل کيلومترو د قدم وهلو په ښځينه سيالي کې طلايي ميډال تر لاسه کړ.

د چين لوبغاړې چن ژو لين د لس مترو په لوړتيا له برج څخه د ډايف کولو په ښځينه سيالی کې د سرو زرو مډال تر لاسه کړ او بلې چينی لوبغاړې برونزی مډال وګاټه.

د چين لوبغاړي وانګ جه او تيان جيا د سمندر غاړې واليبال په ښځينه سيالي کې نقره يي مډالونه تر لاسه کړل چې دا د دغې سيالي په برخه کې د چين د اولمپيک په تاريخ کې تر ټولو ښه برياليتوب دی.

د هالند لوبغاړي مارتېن د لس کيلومترو د لامبو وهلو ماراتون په نارينه سيالي کې لومړی مقام ونيوه.

بر سېره پردی به د اتلاتيک،سفتبال او تکواندو په ګډون په بېلا بېلو سياليو کې نور نهه طلايي ميډالونه هم ورکړل شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040