د های شين شرکت د اته دېرشو کلونو پرمختګ

cri     (GMT+08:00) 2008-08-21 21:43:15

های شين شرکت په نولس زره او نهه شپېتم کال کې جوړ شو او د څه دپاسه دېرشو کلونو له پرمختګ وروسته د پرمختللي ساينس او تکنولوژۍ په برخه کې د چين په يو لوی مشهور شرکت بدل شوی. په تېره بيا د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون له دېرشو کلونو راهيسی د دغه شرکت پرمختګ چټک شوی دی.

د های شين شرکت پخوا د چينګ داو د تلويزيون جوړولو فابريکه وه. د دغې فابريکې نوم په نولس سره او اته نويم کال کې د های شين د بريښنايي سامانونو په شرکت بدل شو. په دوه زره او لومړی کال کې د های شين د بريښنايي سامانونو شرکت د کيفيت د ادارې په برخه کې دولتي جايزه تر لاسه کړه. د های شين تلويزيون، ايرکنديشنر، کمپيوتر، ګرځنده تليفون د چين د مشهورو توکيو په توګه وټاکل شوي دي.

د های شين شرکت اوس په جنوبی أفريقا او فرانسه کې خپلې توليدی اډې لري او په امريکا، اروپا، استراليا او جاپان کې د پلورنې څانګې لري. د دغه شرکت توليدات د اروپا، امريکا، افريقا او جنوب ختيځې أسيا په سلو هېوادونو او سيمو کې پلورل کېږي.

دغه شرکت په نولس سوه او نويم کال کې د نن ورځ کيفيت او د راتلونکي بازار شعار وړاندی کړ چې د دغه شرکت د راتلونکي پرمختګ لپاره يو ټينګ بنسټ ايښودل شوی دی.

په نولس سوه او دوه نويم کال کې د ځي بو د تلويزيون جوړولو فابريکه، د جين فونګ تلويزيو ن جوړولو

فابريکه او د هوا ژي بريښنايي الاتو تصدی د دغه شرکت له خوا وپلورل شول.

د های شين شرکت په نولس سوه او څلور نوييم کال کې پريکړه وکړه چې د تکنولوژۍ يو لارښوونکی ته وګرځي. په نولس زره او شپږ نوييم کال کې يې د تکنولوژۍ، استعداد لرونکو کارکوونکيو او د سامانونو او سرچينو د شريک په اړه د پرمختګ خوا و ټاکله. دغه شرکت په نولس سوه او اوه نوييم کال کې ډېر کارپوهان راجلب کړل.

له دوه زرم کال راهيسی په چينګ داو،ګوی يانګ، لياو نينګ، ځي بو، نان جينګ، جنوبی افريقا او هنګري کې د های شين شرکت د توليدولو اډې جوړې شوې دي.

تېر کال دغه شرکت په جلا جلا توګه په اروپا او امريکا کې د څېړنې مرکزونه جوړ کړل چې د هېواد په دننه کې يې د څېړنې له اورګانونو سره د تکنولوژۍ د څېړنې د څلورويشت ساعت نړيوال سيستم جوړ کړ.

د های شين د شرکت په أند بايد لومړی د څېړنې يو نړيوال سيستم ولري، نو د پرمختګ ښه فرصتونه تر لاسه کولای شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040