د افغانستان د سپورتي پلاوی مشر په اند، په لوبو کې ګډون د اولمپيک روحيې مهمه برخه ده

cri     (GMT+08:00) 2008-08-21 21:47:24

 د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د افغانستان سپورتي پلاوی له پنځلس تنو څخه جوړېږی او څلور تنه لوبغاړی پکی شامل دي چې د لنډ واټن منډی وهلو او تکواندو په سياليو کې به ګډون وکړي. د دغې پلاوی مشر سيد محمود ضيا داشتی وويل له افغان لوبغاړيو څخه په سياليو کې د ګډون په هکله د اولمپيک روحيه او هوډ څرګنديږی.

افغانستان په ١٩٣٦کال کې د اولمپيک لوبو په لوی کورنۍ کې ګډون درلود او په همدی کال کې يې د برلين د يوولسمې دورې په اولمپيک لوبو کې برخه ونيوه. د احترام وړ خبر دا دی چې که څه هم افغانستان د څو لس کلونو په جګړه کې پاتی شوی، خو دغه هېواد تر ١٩٣٦ کال وروسته د هرې دورې په اولمپيک لوبو کې ګډون کاوه. سره له دې چې افغانستان په اولمپيک لوبو کې هېڅ مډال نه دی تر لاسه کړی، خو په سياليو کې د ګډون په اړه د دوی دغه هوډ او روحيه د احترام وړ ده. ښاغلي سيد محمود ضيا په دې اړه وويل (اواز١)

دا د اولمپيک لوبو شعار دی چې په لوبو کې ګډون کول مهم دي، نه سيالي ګټل يا بايلل. خو بيا هم د مډال ګټل د هر هېواد لپاره په نړيواله کچه ډېر ارزښت لري، که څه هم د اولمپيک په اوسنيو لوبو کې د شاوخوا دوه سوه څلورو هېوادونو لوبغاړيو ګډون کړی او له کلونو کلونو راهيسی يې پدې لار کې پانګونې کړې دي، نو پدې ډله کې د مډال ګټل دومره ساده او اسانه کار نه دی، نه يوازی د افغانستان لپاره

بلکی د يو په درېمې برخې هغو هېوادونو لپاره چې اقتصادي حالت يې ښه نه دی.

نوموړي وويل د نورو هېوادونو د لوبغاړيو په پرتله افغانو لوبغاړيو ډېر زيات زخمتونه کړي دي. دوی نه يوازی د خپلو تمرينونو بلکی د خپل ژوند لپاره ډېر زغمونه خوري. افغانستان تر اوسه د خپلو لوبغاړيو د تمرينونو لپاره هېڅ مسلکی سټديوم او تجهيزات نه لری. خو دوی په دغه حالت کې لا هم پر خپل سپورتی کارونو ټينګار کوی او ښه پرمختګ يې تر لاسه کړی دی.

د ډېرو کلونو د جګړې له امله، د افغانستان سپورتي تجهيزات بشپړ ويجاړ شوي دي او اوس ټولې چارې د بيارغونې په حال کی دي. ښاغلي سيد محمود ضيا وويل اوس د افغانستان د سپورتي چارو بيارغونه د ټولنې لکه نورو ساحو د پرمختګ په حال کی ده. ده وويل (اواز٢)

زموږ لوبغاړي له بدني او رواني پلوه ښه تياري لري، د بېلګې په توګه مسعو عزيزي د اتن په لوبو کې سل متره واټن په يولس ثانيو او د ثانيې په پنځه شپېتمه برخه کې وهلی و، خو په اوسنيو لوبو کې يې هغه وخت راټيټ کړ او په څه باندی يولس ثانيو کې يې هغه واټن وواهه، خو بيا هم زموږ لوبغاړي زياتو روزنو ته اړتيا لري او هيله مند چې د ښو تمرينونو او روزنو فرصتونه ور ته برابر کړو چې ښې لاس ته رواوړنې ولري.

د بېجينګ د اولمپيک لوبو شعار يوه نړۍ او يوه هيله ده. ښاغلي سيد محمود ضيا له دغه شعار سره ډېره موافقه کوی. هغه وويل (اواز٣)

د اولمپيک لوبو موخه او هدف د نړۍ د ټولو وګړيو تر منځ تفاهم او همغږي رامنځته کول دي، لدې لارې هڅه کېږی چې په ځمکنۍ کرې کې يوه دواملرونکی

سوله ټينګه شي، کلتورونه له يو بل سره پېژني او داسې نور. دا ټول دا زمينه او فرصت برابروي چې ټولې سره همغږې کړي. اوس موږ وينو لکه څنګه چې د

اولمپيک اوسنيو لوبو شعار يوه نړۍ او يوه هيله ده. د نړۍ له بېلا بېلو برخو څخه وګړي د يو بل تر څنګ سره راغونډ شوي او په سالمه توګه سپورتي سيالۍ تر سره کوي.

نوموړي د اولمپيک لوبو لپاره د بېجينګ د بېلا بېلو تياريانو خوشحالی څرګنده کړه. د ده په اند، د بېجينګ د اولپيک لوبو پرانيستونکی مراسم د تېرو څو دورو اولمپيک لوبو په پرتله ډېر سه دي. هغه وويل (اواز٤)

د اولمپيک لوبو تر څنګ د هغو پرانيستونکی مراسم هم يو له مهمو ټکو څخه شمېرل کېږی. چين هم په پرانيستونکو مراسمو ډېر لګښت کړی و او زيات نوښتونه يې پکی رامنځته کړی و چې زياتره خبري رسنيو حتی خپله حيرانتيا ورته څرګنده کړه.

د اګست په يوويشتمه نېټه به دوه افغان لوبغاړی د تکواندو په سيالی کې ګډون وکړي. راځۍ چې دوی ته نيکی هيلی ور کړو.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040