د افغانستان لوبغاړی مسعود غزيزي په بېجينګ کې

cri     (GMT+08:00) 2008-08-21 21:50:55

دا د چين نړيواله راډيو ده. ګرانو اورېدونکو، مسعود غزيزي د افغانستان يو اتلتيکي لوبغاړی دی چې اوس د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې ګډون لري. که څه هم هغه يوازی د منځنی ښوونځی يو زده کوونکی دی، خو د دوو ځلو لپاره يې په اولمپيک لوبو کې ګډون کړی دی.

دا چين ته د غزيزي لومړی سفر دی. بيجينګ ته د تازه رسېدو په وخت کې ټولو ته بيګانه و. مسعود غزيزي وايي

بيجينګ ما ته ايښودل شوې لومړنۍ خاطره دا ده چې لارې کوڅې يې ډېرې پاکې او ټول ښار ډېر ښکلی دی .

مسعود غزيزي زياته کړه که څه هم افغانستان لوی هېواد نه دی او د سپورتي پلاوي غړي يې هم کم دی ، خو دوی ته لا هم د ګڼ شمير چينايانو لخوا تود هر کلی وويل شو. له الوتکې څخه د کوزېدو وروسته د بيجينګ د اولمپيک لوبو د تشکيلاتي کميټې چاروواکيو او ګڼ شمير داوطلبانو ددوی تود هر کلی وکړ . نو مسعود غزيزي ډېر اغېزمن دی. مسعود غزيزي وايي

چينايان ميلمه پال خلک دي او د بېلا بېلو هېوادونو له لوبغاړيو سره ښه رويه لري. د اولمپيک په کلی کې ټول تاسيسات ښه دي. دواطلبان نه يوزای ما ته بلکې ټولو

افغان لوبغاړيو ته هم پام کوي. دوی په بېلا بېلو ساحو کې موږ ته ښه خدمتونه او مرستې برابرې کړې دي.

مسعود غزيز او د افغان پلاوی له نورو غړيو سره د اولمپيک په کلی کې يوه اونی تېره کړه. مسعود د دغه کلي له هر اړخيزو خدمتونو او بشپړو تاسيساتو څخه ډېر راضی دی.ده وويل

د بېجينګ اولمپيک کلی ډېر ښه دی. په دغه کلی کې زموږ ټولې اړتياوې پوره کېږي. بر سېره پردی دغه کلی سپورټي سټديومونو او ډګرونو ته نژدی پروت دی. زه هره ورځ په پښو دولتي سټديوم ته ځم او هلته د دوو ساعتو روزنه تر سره کوم. رښتيا ده چې زه د اولمپيک په کلۍ کې له ژوند څخه خوند اخلم.

د مسلمنانو د خوراکي عادت اوعقيدو د درناښت لپاره د بېجينګ اولمپيک کلۍ په رستورانت کې په ځانګړې توګه اسلامی سيمه جوړه شوه. مسلمانان کولای شي چې په دغه سيمه کېپه خپله خوښه خوراکونه غوره کوي. مسعود غزيز وويل په دغه سيمه کې خوراکونه بېلا بېل ډولونه لري او ډېر خوندور دي چې د لوبغاړيو له خوا ښه ستايل کېږي. مسعود غزيزي وايي

د اولمپيک کلی أسيايي لوبغاړيو ته اړين او مناسب خوراکونه برابروي او په ځانګړې توګه مسلمانانو ته اسلامي خوراکونه تياروي. زموږ ټول خوراکونه اسلامي دي او دغه ځوراکونه زموږ له عادت سره سمون لري. موږ ټول ډېر خوښ يوو.

ده زياته کړه بېجينګ ته له رسېدو راهيسې په روزنې بوخت يم. نو د بېجينګ مشهور ځايونه مې هم نه دي ليدلي. که فرصت ولرم، يو ځل بيا به بېجينګ ته راشم. مسعود غزيز وايي

بېجينګ يو ښکلی ښار دی. هيله لرم چې بېجينګ ته بيا سفر وکړم چې د دغه ښار ښکلی ځايونه وګورم. زه به د دې موخې د ترسره کولو لپاره ډېرې هڅې وکړم.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040