د کنيا خبري رسنيو د دوو طلايي تر لاسه کوونکيو لوبغاړيو په اړه زيات خبرونه او راپورونه خپاره کړل.

cri     (GMT+08:00) 2008-08-22 18:29:02

ګرانو اورېدونکيو، السلام عکليم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. دغه خبر چې د کينيا لوبغاړيو د اګست په اتلسمه نېټه دوه طلايي مډالونه تر لاسه کړل په دغه هېواد کې زياته پاملرنه راجلب کړې ده.د دغه هېواد زياتره خبري رسنيو په دې اړه زيات خبرونه او راپورونه خپاره کړي دي. د کنيا د خپرونو د شرکت يو ټلويزيون يادې شوې دوه سيالۍ په ژوندی بڼه خپرې او د همدې ورځې په شپه يې د خپلو خبرونو په سر کې ځای ورکړی دی. د دغه ټلويزيون د خبر له مخې، دغو دوو لوبغاړيو د سياليو په ترڅ کې تر وسې پورې خپله لوړه سويه ښکاره کړه او د کنيا لپاره يې زيات شهرت تر لاسه کړی دی. د درې زره مترو په واټن په خنډ لرونکې ځغاسته کې طلايي مډال تر لاسه کوونکی کنيايي لوبغاړي ښاغلي بريمين کيپروپ کيپروتو له سياليو وروسته ډېر خوشحال و او د کنيا ملي بيرغ په رپولو سره يې د سيالۍ په ډکر کې منډی ووهلې. د دې تر څنګ د کنيا لوبغاړې اغلې پامېلا جېليمو چې د اتو سوو مترو واټن په ځغاسته کې يې د سرو زرو مډال تر لاسه کړ، د برياليتوب له تر لاسه کولو وروسته يې د ټلويزيوني کامرې له لارې نندارچيانو ته سلامونه وويل. زياتو خبريالانو د دوو کنيايي لوبغاړيو له خوا د طلايي مډالونو له تر لاسه کولو وروسته د کنيا ځينو رستورانتونو او د مې خانو ته ولاړل

او هلته يې له عامو وګړيو څخه پوښتنې وکړې. د کنيا وګړيو د دوو طلايي مډالونو تر لاسه کولو په اړه يو بل ته مبارکي وويله. يو سپورتي مينه وال څرګنده کړه چې موږ غواړو نور څلور طلايي مډالونه هم تر لاسه کړو، ځکه چې د اولمپيک لوبې پای ته نه دي رسېدلې.

برسېره پر دې، د کنيا زياتو لويو ورځپاڼو د اګست په نولسمه نېټه په لومړۍ پاڼه کې اړوند خبرونه او عکسونه خپاره کړي دي. ملي ورځپاڼې چې د دغه هېواد د لومړۍ لويې ورځپاڼې په توګه ګڼل کېږي، د کنيا د دوو اتلانو له خوا د ملي تاريخ د جوړولو تر سرليک لاندې د دوو طلايي مډالونو د تر لاسه کولو بهير خپور کړ. د خبر له مخې، د اتو سوو په واټن د ښځينه ځغاستې اتلس کلن اتل اغلې پامېلا د برياليتوب له تر لاسه کولو وروسته لومړی خبريالانو ته وويل چې زه بايد له خپې مور څخه مننه وکړم او هغې ته احترام څرګندوم. د نوموړې په وينا، د دې برياليتوب د خپلې مورې له هڅونې سره تړاو لري. دې وويل چې ما د خپلې مورې له جدي تمرين پرته برياليتوب نشي تر لاسه کولای. زه غواړم د کنيا ټولو پلرونو او ميندو ته ووايم چې بايد له سپورت سره د خپلو ماشومانو د علاقې هڅه دې وکړي.

د مبارکۍ په وړ خبره دا ده چې د اتو سوو مترو په ښځينه ځغاسته کې دوهم ځای نيوونکې هم د کنيا لوبغاړې ده چې جېنيس جېپکوسګې نومېږي. دې خبريالانو ته وويل چې د کنيا دوه لوبغاړيو د خپل منځۍ ښې همکارۍ له امله طلايي او نقريي مډالونه تر لاسه کړي دي. د دې په وينا، دوی دواړه له يوې سيمې څخه راغلي دي او د تېر کال په پای کې يې اغلې پامېلا وهڅوله چې د اتو سوو مترو واټن په ځغاسته کې ګډون وکړي. اوس مهال د پامېلا نتيجه د دې په پرتله ښه شوی دی، خو دا په دې اړه هېڅ افسوس نه کړي.

د بيرغ ورځپاڼې د اګست په نولسمه نېټه په لومړۍ پاڼه کې د شهرت او وياړ په سرليک کې د اولمپيک لوبو اتلانو ته مبارکي وويله. د دې تر څنګ دغې ورځپاڼې له سياليو وروسته لوبغاړيو ته د کنيا د صدر اعظم رايله امولو اودينګا له خوا د مبارکۍ پيغام هم خپور کړ. ښاغلي اودينګا د ټلويزيون له لارې د درې زره او اتو سوو په واټن د ځغاستې سيالۍ وکتلې او د دوو لوبغايو له خوا د برياليتوبو تر لاسه کولو له امله يې ډېر وياړ او خوشحالې څرګنده کړه. ده وويل چې زموږ د روزنې تاسيسات او شرايط دومره ښه نه دي، خو لوبغاړي مو ډېر زيات کوښښونه کوي او زياتې ستونزې يې لېری کړې دي. که څه هم د روان کال په پيل کې د کنيا د ټولټاکنو له امله ناکرارې رامنځته شوې، خو زموږ لوبغاړيو د اولمپيک لوبو په سياليو کې د وياړ وړ نتيجې تر لاسه کړې دي. دوی ډېر ټکړه دي.

په ځينو ورځپاڼو کې د دوو اتلانو د ټاټوبۍ او د دوی د کورنۍ په اړه زيات معلومات کتونکيو ته وړاندې شوي دي. د روانې مياشتې تر اتلسمې نېټې پورې کنيا د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې اووه مډالونه تر لاسه کړي چې په ترڅ کې يې دوه طلايي، درې نقريي او دوه برونزي مډالونه ګټلي دي. دغه هېواد د مډالونو تر لاسه کوونکو هېوادونو په لست کې اتلسم ځای نيولی او د نورو افريقايي هېوادونو په پرتله يې تر ټولو زيات مډالونه تر لاسه کړي دي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040