د افغانستان په تاريخ کې د اولمپيک لوبو لومړی مډال ګټونکی تکواندو کوونکی روح الله نيکپای.

cri     (GMT+08:00) 2008-08-22 18:31:15

ګرانو اورېدونکيو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د اګست په شلمه نېټه شپه د بېجينګ او علومو او تکنولوژۍ پوهنتون په سپورتي جمنازيم کې افغان لوبغاړي روح الله نيکپای د تکواندو د اته پنځوسو کيلوګرامو په نارينه سيالي کې درېيم ځای ونيو چې له مخې يې د اولمپيک په لوبو کې د خپل وطن افغانستان لپاره لومړی مډال تر لاسه کړ. د اګست په يوويشتمه نېټه نوموړي د چين د نړيوالې راډيو له خبريالانو سره مرکه وکړه.

روح الله نيکپای د اګست په شلمه نېټه په لومړي سر کې د المان هېواد لوبغاړي ته ماتي ورکړه، ورپسې يې د مکسيکو له لوبغاړي څخه ماتي وخوړه، خو وروسته پر دې وتوانېد چې خپل بريتانوي او هسپانوي سيالان راوپرځوي، او د ژيړو مډال وګټي. دی د برياليتوبو له تر لاسه کولو وروسته ډېر خوشحاله و او و يې ويل

( لومړی اواز)

زه ډېر خوښ يم چې د افغانستان په تاريخ کې مې د لومړي ځل لپاره دا شان مډال وګاټه ، هغه مهال چې ما دغه مډال و ګاټه ډېر زيات خوښ وم ، أن له ډېرې خوښۍ څخه مې له سترګو څخه اوښکې بهېدې. زه خوښ يم چې دا مډال مې خپل ګران هېواد او خلکو ته ګټلی دی.

روح الله نيکپای له سيالۍ وروسته د ټولو افغانانو پاملرنه راجلب کړې ده. په همدې شپه د ولسمشر حامد کرزي په شمول د افغانستان يو شمېر لوړ پوړي چارواکيو د تليفون له لارې ده ته مبارکي وويله. ښاغلي روح الله په دې اړه وويل

( دوهم اواز)

د افغانستان جمهور رييس او نورو لوړ پوړيو چارواکيو ماته تيليفونونه وکړل او ډېره زياته مبارکي يې را ته وويله ، او خپل د خوښۍ احساسات يې راته څرګند کړل ، او دايې راته وويل چې په افغانستان کې ټول خلک زما د ورتګ انتظار کوي ، او خوښۍ جشن د جوړولو ژمنه يې راسره وکړه. د خوښۍ ځای دی چې ما دا برياليتوب تر لاسه کړ او جمهور رييس پخپله راته تيليفون وکړ او خبرې مو سره وکړې.

په وروستيو څو کلونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدي سيمو کې ډېر زيات مخدره مواد توليد شوي چې اندازه يې په نړۍ کې تر ټولو زياته بلل کېږي. زيات افغان ځوانان پر نشه يي توکيو اخته شوي چې د دوی روغتيا ته زيات زيانونه رسولي دي. روح الله نيکپای په دې اړه زياته انديښنه لري او وايي:

( درېيم اواز)

زه د خپل هېواد ټولو ځوانانو ته دا پيغام لرم چې سپورت ته مخه کړي ، او وکولای شي د خپل ګران هېواد بېرغ په نړيواله کچه ورپوي ، او له نړيوالو لوبو څخه رنګين مډالونه افغانستان ته وګټي، دغه راز د خپل هېواد هغو ځوانانو ته چې په مخدره توکيو روږدي دي وايم چې له مخدره توکيو څخه لاس واخلي او سالمو سپورتي لوبو ته مخه کړي ، چې د سالمې روغتيا خاوندان شي.

د افغانستان د تکواندو لوبډلې د روزونکي ښاغلي بشير تره کی په اند، د روح الله نيکپای برياليتوب يعنی د افغانستان برياليتوب دی. دی وايي:

( څلورم اواز)

شاوخوا اويا کاله کيږي چې افغانستان د المپيک کورنۍ غړيتوب لري ، او دا لومړی ځل دی چې د او لمپيک له لوبو څخه مډال ګټو ، زه هيڅ نه پوهيږم چې خپل احساسات څه ډول څرګند کړم ، دا زما وروستۍ هيله وه چې د افغانستان خلکو ته يو ښه پيغام ولرم ، چې لدې لارې وکولای شو هغه کسان چې اوس په افغانستان کې سره نا راضه او نا خوښه دي پخلا شي ، او د يو واحد افغانستان له لارې خپل هېواد ته نړيوال وياړونه وګټو ، زه خپلو ټولو هېوادوالو او دولت ته مبارکي وايم ، او غواړم چې افغانان وکولای شي په سياست ، کلتور ، ورزش او نورو ټولو برخو کې په نړيواله کچه سيالي وکړي ، او لوړو مقامونو ته ورسيږي .

د خبر له مخې، د افغانستان د اولمپيک ملي کمېټې مشر ښاغلي محمد انور جګدلک هم د روح الله نيکپای زياته ستاينه وکړه او څرګنده يې کړه يو ملکي سازمان ژمنه کړې چې نيکپای ته پنځوس زره امريکايي ډالره ورکړي او حکومت به هم ده ته يو کور ورکړي.

ګرانو او محترمو اورېدونکيو، د پروګرام ننني کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له اورېدونې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وی، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040