د رومانيا ولسمشر د خپل هېواد او چين تر منځ د اړيکو په اړه پوره باور څرګند کړ

cri     (GMT+08:00) 2008-08-22 19:58:43

د رومانيا ولسمشر تريان باسيسکو د چين په بلنه د اګست په اوومه نېټه بېجينګ ته راورسېد او د بېجينګ د اولمپيک لوبو په هکله يې يو لړ فعاليتونو کې ګډون وکړ. نوموړي څو ورځې مخکې زموږ راډيو له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د برياليتوب په اړه پوره باور څرګند کړ او و يې ويل د رومانيا او چين تر منځ اړيکې ښه راتلونکی لری.

ښاغلي بوسيسکو لومړی د بېجينګ د اولمپيک لوبو د برياليتوب په هکله پوره باور څرګند کړ او و يې ويل (اواز١)

د خوښۍ وړ خبر دا دی چې موږ په نړۍ کې د سپورت په دغه لوی فعاليت کې ګډون کوو. څه نا څه شپاړس زره تنو لوبغاړيو په بېلا بېلو سياليو کې برخه اخيستې او شاوخوا مليون تنه داوطلبان لوبغاړيو ته بشپړ خدمتونه برابروي. د بېجينګ د اولمپيک لوبو په اړه ټولو کارونو ما ته ښه او ژوره خاطره پرې ايښی ده. باور لرم د بېجينګ د اولمپيک لوبو پرانيستونکی مراسم به د ټولې نړۍ لخوا په دايمی توګه ياد شي.

ښاغلي بوسيسکو د مرکې په ترڅ کې په وروستيو کلونو کې د اولمپيک لوبو لپاره د بېجينګ د هڅو او زحمتونو درناوی وکړه. ده وويل (اواز٢)

زه د اولمپيک لوبو لپاره د بېجينګ بېلا بېل کوششونه احساسوم. د چين مشران هيله لری چې نړۍ ته په لوړه سويه د اولمپيک لوبې وړاندی کړي او چيني وګړيو هم دغې موخې ته د رسېدو لپاره تر وسې پورې هڅې کړې دي. زه غواړم تاسو ته مبارکی ووايم چې ستاسی موخه تر سره شوی ده.

بوسيسکو په ٢٠٠٦ کال کې له چين څخه رسمی ليدنه کړی او تر دوو کلونو وروسته يې يو ځل بيا چين ته سفر وکړ او و يې ويل د چين ښه او ګړندی پرمختګ هغه ته ژوره خاطره پريښی ده. د دې تر څنګ د چين پرمختګ د ټولې نړۍ لخوا وستايل شو. هغه وويل (اواز٣)

د چين پرمختګ ډېر ګړندی دی. اوس ټولې نړۍ ته څرګنده شوی چې د چين ملي ولسي جمهوريت يو پرمختللی هېواد دی چې د وګړيو د ژوند د کچې د لوړتيا لپاره کوششونه کوی او ډېرې بهرنې پانګونې راجلبوی.

د رومانيا او چين تر منځ اړيکی اوږد تاريخ لری. د چين د دولت رئيس هو جين تاو په ٢٠٠٦ کال کې له چين څخه د بوسيسکو د ليدنې پر مهال دې ته اشاره کړی وه چې چين او رومانيا دواړه دوستان دي او ښاغلي بوسيسکو ويلی وو رومانيا له چين سره ديپلوماتيکو اړيکو ته د لومړيتوب اهميت ورکوي. نن ورځ بوسيسکو د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو په اړه خوشبينی لري. د ده په اند، په راتلونکی کې به د رومانيا او چين تر منځ اړيکی نورې هم ټينګې شي. ده وويل (اواز٤)

د رومانيا او چين تر منځ اړيکې د مقابل احترام پر بنسټ ولاړې دي. د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي اړيکې هم د ښه پرمختګ په حال کی دي. په تېره بيا دوه کاله مخکې له چين څخه زما تر ليدنې وروسته چين د دوه اړخيزې سوداګرۍ د برابرولو

لپاره يو لړ اغېزناک تدبيرونه نيولی او موږ په دې ډېر خوشحالی يو. لنډه دا ده چې له چين سره د رومانيا اړيکې به ښه راتلونکی ولري او نورې به هم ټينګې شي.

٢٠٠٩ کال به د رومانيا او چين تر منځ د اړيکو ټينګېدو له شپېتمې کاليزې سره برابر وي. په نوی زمانه کې د دواړو هېوادونو د ځوانانو تر منځ څنګه دوستانه اړيګې ټينګې شي. دا د دواړو هېوادونو مشرانو د پاملرنې وړ يوه مسئله ده. بوسيسکو وويل راتلونکی کال به د دواړو هېوادونو د ځوانانو تر منځ د تبادلې او دوستې د پياوړتيا يو ښه فرصت وي. هغه وويل (اواز٥)

زما په اند، بايد په راتلونکی کی د رومانيا او چين د ځوانانو تر منځ د تبادلې او دوستی د پياوړتيا لپاره يو لړ فعاليتونه تر سره شي. د خوښۍ وړ خبر دا دی چې د چين د دولت رئيس هو جين تاو زما دغه وړانديز منلی دی او هغه به ښايی په راتلونکي کال کې له رومانيا څخه ليدنه وکړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040