چين د اولمپيک لوبو لپاره ارزښتناکه هڅه کړې ده.
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين صدراعظم ون جيا باو د اګيست په څليرويشتمه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه چې د بېجينګ اولمپيک لوبې د بېلا بېلو هېوادونو لوبغاړيو ته يوه ښه صحنه برابره او نړۍ ته د چين نوی بڼه څرګنده کړه. د اولمپيک لوبو لپاره د چين ارزښتناکه وړ ده او چين هم له دې څخه خوښ دی.
صدراعظم ون جيا باو دغه څرګندونې په همدې ورځ د دومينيک له صدراعظم روسويلف سکريټ سره د کتنې په ترڅ کې وکړې.
صدراعظم ون جيا باو څرګنده کړه چې چين د بېجينګ د اولمپيک لوبو په موده کې د نړيوالې ټولنې هراړخيز ملاتړ تر لاسه کړی دی. نو چين له نړيوالې ټولنې څخه مننه کوي.