د بيجينګ د اولمپيک لوبې پای ته ورسيدې

cri     (GMT+08:00) 2008-08-24 21:36:59

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د ٢٩ مې دورې اولمپيک لوبې د روانې مياشتې په څليرويشتمه نيټه په بيجينګ کې په بريالۍ توګه پاي ته ورسيدې . د رسمي شميرنې له مخې په دغو لوبو کې د ګډون کوونکيو هيوادونو او سيمو او د مات شويو ريکارډونو د شمير ، د تي وي له لارې د سياليو خپريدو ساحو او په ټوله نړۍ کې د کتونکو شمير له پلوه د اولمپيک په تاريخ کې نوی ريکارډ رامنځته شوی دی . د اولمپيک د نړيوالې کميټې رييس روګ ، د چين د دولت رييس هو جين تاو او د څه باندی شلو هيوادونو سياستوالو او يا شاهي استازيو د پاي په مراسمو کې ګډون وکړ. د اولمپيک د راتلونکيو لوبو د کوربه ښار لندن ښاروال د بيجينګ له ښاروال څخه د اولمپيک بيرغ لاس ته راوړ . د خبرونو نه وروسته به د دغو لوبو د پاي مراسمو په هکله زموږ ځانګړي راپور واورئ .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040