د سوربانجان او توفو ګډ خوارک

cri     (GMT+08:00) 2008-08-25 18:06:39

د سی ارای پښتو ويبپاڼې ګرانو لوستونکيو ! السلام عليکم . ښايی تاسی د چين له خوړو سره اشنا وئ . چين يو لوی هيواد دی او په هره برخه کې ځانګړي خوراکونه لري او يو له بل سره توپير لري، موږ هڅه کوو چې تاسو ته د پښتو وېبپاڼې له لارې د چينی خواړو او د هغو د ډولونو په اړه معلومات وړاندی کړو. د بېلګې په توګه د شين جيانګ اويغوری قوم خواړه چې د افغانستان له خواړو سره ورته دي او ډېر توپير نه لري. د سه چوان خواړه، د ګوانګ دونګ خواړه ، د ان هوی خواړه او داسی نور په چين کې ډېره شهرت لری. د پروګرام په دې برخه کې به د هغه چينی خوارک په اړه تاسو ته لږ څه معلومات وړاندی کړو چې د سروبانجانو او توفو سره ګډ پخيږی .

د دغه خوراک د پخولو لپاره توکي:

سره بانجان (پنځوس ګرامه)

توفو (دری سوه ګرامه) يو ډول نرم چينی خواړه دی چې رنګ يی سپين دی او له سپينو لوبيا څخه جوړيږی.

بوره

مالګه

د دغه خوراک د پخولو بهير:

لومړی، په تودو اوبو کې توفو اچول کيږی او بيا راايستل کيږی.

دوهم، ياد شوی توفو ميده کيږی.

څلورم، سره بانجان په منظمه توګه ټوټه کيږی.

پنځم، پر يوه تخته ګۍ ميده شوی توفو او سره بانجان ځای پر ځای کيږی.

شپږم، پر مخ يی لږ څه بوره او مالګه هم اچول کيږی.

دغه خوارک چمتو کيږی. دغه خوارک په اسانه توګه پخيږی چې ډير غذايی توکي لري. تاسو پوهيږئ چې لوبيا او سره بانجان د خلکو د روغتيا لپاره ډير ګټور دی. د دوبي په موسم کې هوا توده وي . دغه خوراک په سړه توګه هم خوړل کيږی.

د پښتو ويبپاڼې قدرمنو مينه والو تاسو د دغه خوندور چينی خوراک د پخولو په اړه چې په چين کې ډېر دود لري، معلومات ولوستل. که تاسی غواړئ د چين د بېلابېلو خوړو په اړه نورمعلومات ترلاسه کړئ موږ ته يی په اړه وليکئ او خپلې پوښتنې راوليږئ . هيله ده د چينی خواړو پخولو لارې چارې مو خوښې شوې وی، کله چې چين ته سفر وکړئ نو له چينی خواړو سره به اشنا وئ او خوند به تری واخلئ. ستاسی د روغتيا په هيله!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040